د سیمه ییزو ارګانو خپلواکې ادارې د ښاروالیو مرستیالۍ له کړنو څخه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د مننې پیام

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۵ - ۱۳:۳۵
aic

 

په ټولنه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون حق پلي کول د ټولو دولتي، مدني بنسټونو او رسنیو زیار او  کوښښونو پورې تړاو لري. په دې وروستیو کې د سیمه ییزو ارګانو خپلواکې ادارې د ښاروالیو مرستیالۍ، ټولو اړوندو بنسټونو ته د یو مکتوب له لارې هدایت ورکړی چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په پلي کولو او هېوادوالو ته  د اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ښه زمینه برابره کړي. د ښاروالیو او وګړو تر منځ د باورلا زیاتېدو لپاره د کیفیت لرونکو خدمتونو، د فقر کمښت، د تل پاتې اقتصاد پیاوړي کول او د صنعت پرمختګ کې عملي ګامونه د حقوقي معیارونو په پام کې نیولو تر سره کړي.aic

د سیمه ییزو ارګانو خپلواکې ادارې د ښاروالیو مرستیالۍ دغه ګام د ښې حکومتوالۍ په اړه د یادې اداري باورمندي اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ښکاره کوي او کولای شي د روڼتیا په رامنځته کولو او په دولتي بنسټونو کې د ځواب ورکول کچه لوړه کړي .

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو په برخه کې د یادې ادارې له مشرتابه او کاارکوونکوڅخه مننه کوي او له ټولو ادارو څخه غواړي یادې ادارې ته ورته ګامونه اطلاعاتو ته د لاسرسي دود پیاوړي کولو په برخه کې په خپلو ادارو کې تر سره کړي او د ځواب ورکوونکي دولت په جوړولو کې مرسته وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS