اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
aic

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون دفتر کې؛ اداري فساد سره د مبارزې ۴ کلنې ستراتيژۍ تدوين په اړه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون د آند غوښتلو او وړاندیزونو په پار ترسره شوه.

په پيل کې ښاغلي عين الدين بهادري، اداري فساد سره مبارزې په هکله خبرې وکړې او ستراتيژي د کړنو اصلي هسته وبلله. نوموړي ټينګار وکړ، اداري فساد سره مبارزې لپاره هغه وخت زمينه برابرېږي چې وګړو ته د ګډون عملاً زمينه برابره شي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون وويل: «اداري فساد په افغانستان کې په يو دود بدل شوی او اړتيا ده چې د قانوني کړنو او اقداماتو ترڅنګ بايد دوديزه (فرهنګي) مبارزه هم ترسره شي». هغه همدارنګه د ځينو لخوا د اداري فساد توجيه د ټولنې دوديز فساد وباله.

ورپسې ښاغلي سيد محمد هاشمي، اداري فساد سره د مبارزې ۴کلنې ستراتيژۍ تدوين په برخه کې د ادارو او کارپوهانو آندونه مهم وبلل او زياته يې کړه چې د دې ستراتيژۍ تدوين په برخه کې به د ادارو او ذيدخلو بنسټونو آندونه او وړاندیزونه په پام کې ونيول شي‌

د دې ناستې په پای کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون سلاکارانو او آمرينو؛ د اداري فساد ضررونو او له فساد سره د مبارزې په برخه کې خپل آندونه، مشورې او وړاندیزونه بيان کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS