ګډون د یو هېواد په پراختیا او پرمختګ کې د زړه حیثت لري دغه ګډون هغه وخت پایله لري چې هېوادوال د حکومت له کړنو کافي اطلاعات ولري

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۴ - ۹:۱۴
Aic

دوشنبه ۱۳۹۸  د مرغومي۲۳

د افغانستان اساسي قانون پنځمې مادې دریېمې فقرې په اساس، وګړي حق لري چې په ادارو کې د شته اطلاعاتو ته لاسرسی ولري. نو له همدې امله اطلاعاتو د لاسرسي کمیسون د يوې څارونکې ادارې په توګه د ادارو لخوا د اطلاعاتو ورکول خلکو ته، هڅه کوي چې د پوهاي پروګرامونو په واسطه اطلاعاتو ته د لاسرسي فرهنګ دود او پیاوړی کړي، تر څو وګړي د اطلاعاتو دغه شته قانون په رڼا کې د ادارو نه د اطلاعاتو غوښتنه او د ادرارو له کړنو نېغ په نېغه څار وکړي او د فساد پر وړاندې مبارزې ته زمینه برابره شي.

نو له همدې امله اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پوهاوي په پروګرام کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسون کمېشنرې ښاغلې زهرا موسوي ، د شپږمې ناحیې ریی‍س اینجینر شمس الله نجفی ، د کلو وکیلانو، عالمانو، سپینږیرو او ځوانانو ګډون کړی وه.

په پیل کې ښاغلې زهرا موسوي، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د ادارو له کړنو او اجراتو نه خبرې وکړې. او دا يې د هېوادوالو له اساسي حقونو څخه وګڼل. مېرمن موسوي، وګړي اطلاعاتو ته د لاسرسي په صورت کې ادارې ځواب ورکولو، د کړنو د ښه ترسره کولو او روڼتیا لپاره ښه لار ده. هغې وویل: «د وګړو لاسرسی اطلاعاتو ته د دوی حق دی aic

او د ادارو لخوا د اطلاعاتو ورکول د ادارو مکلفیت دی». نو له همدې کبله هر وګړی حق لري چې د فردي او ټولنیز سرنوشت په اړه اطلاعات وغواړي او پر وړاندې یې ادارې د قانون په رڼا کې مکلفې دي چې اطلاعات له وړاندې خپاره کړي او د اړتیا په وخت کې اطلاع غوښتونکي ته اطلاعات ورکړي. اطلاعاتو ته لاسرسی د حکومت او خلکو تر منځ د باور مهمه وسیله ده او همدارنګه په ادارو کې د کنترول ښه لار ده.

په پای کې ولي الله مصباح، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د اهدافو، د اطلاعاتو غوښتلو طریقو، د وګړو ملاتړ، د اطلاعاتو ورکولوطریقې، د اطلاع رسونې مسوول دندې او کمیسون ته د شکایت کولو او هغه ته د رسیده ګۍ په اړه د پریزینټېشن په لړ کې لازم معلومات ورکړل.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسون موندنې په دې پرګرام کې ښیي چې د حکومت او خلکو تر منځ د واټن یوازېنی لامل اطلاعاتو ته د وګړو نه لاسرسی دی. ياد پرګرام د ګډون کوونکو لخوا وستایل شو. کمیسون ژمن دی چې په حکومتي بنسټونوکې د روڼتیا او د فساد پرضد د مبارزې لپاره به اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د پوهاوي پروګرامونه د ټولنې په مختلفو برخو په خاص ډول د ښاروالۍ په ۲۲ ناحیو کې جوړوي.

په پای کې د کډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS