ګډون د یو هېواد په پراختیا او پرمختګ کې د زړه حیثت لري دغه ګډون هغه وخت پایله لري چې هېوادوال د حکومت له کړنو کافي اطلاعات ولري
دوشنبه ۱۳۹۸ د مرغومي۲۳
د افغانستان اساسي قانون پنځمې مادې دریېمې فقرې په اساس، وګړي حق لري چې په ادارو کې د شته اطلاعاتو ته لاسرسی ولري. نو له همدې امله اطلاعاتو د لاسرسي کمیسون د يوې څارونکې ادارې په توګه د ادارو لخوا د اطلاعاتو ورکول خلکو ته، هڅه کوي چې د پوهاي پروګرامونو په واسطه اطلاعاتو ته د لاسرسي فرهنګ دود او پیاوړی کړي، تر څو وګړي د اطلاعاتو دغه شته قانون په رڼا کې د ادارو نه د اطلاعاتو غوښتنه او د ادرارو له کړنو نېغ په نېغه څار وکړي او د فساد پر وړاندې مبارزې ته زمینه برابره شي.
نو له همدې امله اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پوهاوي په پروګرام کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسون کمېشنرې ښاغلې زهرا موسوي ، د شپږمې ناحیې رییس اینجینر شمس الله نجفی ، د کلو وکیلانو، عالمانو، سپینږیرو او ځوانانو ګډون کړی وه.
په پیل کې ښاغلې زهرا موسوي، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د ادارو له کړنو او اجراتو نه خبرې وکړې. او دا يې د هېوادوالو له اساسي حقونو څخه وګڼل. مېرمن موسوي، وګړي اطلاعاتو ته د لاسرسي په صورت کې ادارې ځواب ورکولو، د کړنو د ښه ترسره کولو او روڼتیا لپاره ښه لار ده. هغې وویل: «د وګړو لاسرسی اطلاعاتو ته د دوی حق دی
او د ادارو لخوا د اطلاعاتو ورکول د ادارو مکلفیت دی». نو له همدې کبله هر وګړی حق لري چې د فردي او ټولنیز سرنوشت په اړه اطلاعات وغواړي او پر وړاندې یې ادارې د قانون په رڼا کې مکلفې دي چې اطلاعات له وړاندې خپاره کړي او د اړتیا په وخت کې اطلاع غوښتونکي ته اطلاعات ورکړي. اطلاعاتو ته لاسرسی د حکومت او خلکو تر منځ د باور مهمه وسیله ده او همدارنګه په ادارو کې د کنترول ښه لار ده.
په پای کې ولي الله مصباح، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د اهدافو، د اطلاعاتو غوښتلو طریقو، د وګړو ملاتړ، د اطلاعاتو ورکولوطریقې، د اطلاع رسونې مسوول دندې او کمیسون ته د شکایت کولو او هغه ته د رسیده ګۍ په اړه د پریزینټېشن په لړ کې لازم معلومات ورکړل.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسون موندنې په دې پرګرام کې ښیي چې د حکومت او خلکو تر منځ د واټن یوازېنی لامل اطلاعاتو ته د وګړو نه لاسرسی دی. ياد پرګرام د ګډون کوونکو لخوا وستایل شو. کمیسون ژمن دی چې په حکومتي بنسټونوکې د روڼتیا او د فساد پرضد د مبارزې لپاره به اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د پوهاوي پروګرامونه د ټولنې په مختلفو برخو په خاص ډول د ښاروالۍ په ۲۲ ناحیو کې جوړوي.
په پای کې د کډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.