پوهنې وزارت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د عامه پوهاوي پروګرام
۱۳۹۸کال، د سلواغې ۱۷، پنجشنبه
اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون عامه پوهاوي پروګرام، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، د پوهنې وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي عبدالسبحان روف او د دې وزارت رییسانو، کارکوونکو په شتون کې تر سره شو.
په دې پروګرام کې ښاغلي بهادري، اطلاعاتو ته د لاسرسي په ارزښت او د افغانستان دولت په جوړښت کې یې د روڼتیا او د دولت ځواب ویل خلکو ته لنډې خبرې وکړې. د دې پروګرام له جوړولو نه یې هدف د دولتي ادارو مسوولینواو کارکوونکو پوهاوی او د دې قانون په ښه توګه پلي کول وښودل.
ښاغلي بهادري وویل:« د ښې حکومتوالۍ یوه نښه د حکومت ځواب ویل وګړو ته ده» ځکه نو اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کول له یوخوا د وګړو ګډون ته په حکومت کې زمینه برابروي او له بلې خوا د خلکو او حکومت ترمنځ د باور پیاوړتیا سبب کېږي.
د کمېسیون رییس زیاته کړه:« په ښې حکومتوالۍ کې د محرمیت او رازونو ساتلو دود پای ته رسېدلی، بلکه دولتونه اړ دي چې له خپلو کړنو او اجراتو ټول وګړي خبر کړي. د یوې ولسواکې او رڼې ټولنې رامنځته کول اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون بنسټیز هدف دی» ځکه نو دولت اړ دی چې ټولې کړنې او فعالیتونه له خلکو سره شریکې کړي.
ورپسې ښاغلي عبدالسبحان رووف، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له غوره قانونو وګاڼه او اطلاعاتو ته لاسرسی یې د وګړو له اساسي حقونو وباله. هغه وویل اطلاعاتو ته لاسرسی یواځېنۍ لار ده، چې د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره کار ترې واخلو او ادارې باید د دې په پلي کولو کې کوښښ وکړي. ښاغلي رووفي، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو او د اطلاع رسونې مسوولینو د پياوړي کولو په برخه کې ژمنه وکړه تر څو اطلاعات په ښه ډول ارایه شي.
ښاغلي خلیل جیحون، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون هدفونو، اطلاعاتو ورکولو طریقو، اطلاع رسونکي دندو، اطلاعات غوښتلو طریقي، شکایت حق، شکایتونو ته د رسیده ګۍ لارې چارې او د وګړو ملاتړ په اړه پرېزنټېشن او اړین معلومات ورکړل.
او په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شوه.