پوهنې وزارت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د عامه پوهاوي پروګرام

Anonymous (not verified)
Sat, Feb 08 2020 11:05 AM
اطلاعاتو ته لاسرسی کمییسیون

۱۳۹۸کال، د سلواغې ۱۷، پنجشنبه

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون عامه پوهاوي پروګرام، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، د پوهنې وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي عبدالسبحان روف او د دې وزارت رییسانو، کارکوونکو په شتون کې تر سره شو.

په دې پروګرام کې ښاغلي بهادري، اطلاعاتو ته د لاسرسي په ارزښت او د افغانستان دولت په جوړښت کې یې د  روڼتیا او د دولت ځواب ویل خلکو ته لنډې خبرې وکړې. د دې پروګرام له جوړولو نه یې هدف د دولتي ادارو مسوولینواو کارکوونکو پوهاوی او د دې قانون په ښه توګه پلي کول وښودل.

ښاغلي بهادري وویل:« د ښې حکومتوالۍ یوه نښه  د حکومت ځواب ویل وګړو ته ده» ځکه نو اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کول له یوخوا د وګړو ګډون ته په حکومت کې زمینه برابروي او له بلې خوا د خلکو او حکومت ترمنځ د باور پیاوړتیا سبب کېږي.

د کمېسیون رییس زیاته کړه:« په ښې حکومتوالۍ کې د محرمیت او رازونو ساتلو دود پای ته رسېدلی، بلکه دولتونه اړ دي چې له خپلو کړنو او اجراتو  ټول وګړي خبر کړي. د یوې ولسواکې او رڼې ټولنې رامنځته کول اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون بنسټیز هدف دی» ځکه نو دولت اړ دی چې  ټولې کړنې او فعالیتونه له خلکو سره شریکې کړي.اطلاعاتو ته لاسرسی کمیسیون

ورپسې ښاغلي عبدالسبحان رووف، اطلاعاتو  ته د لاسرسي قانون له غوره قانونو وګاڼه او اطلاعاتو ته لاسرسی یې د وګړو له اساسي حقونو وباله. هغه وویل اطلاعاتو ته لاسرسی یواځېنۍ لار ده، چې د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره کار ترې واخلو او ادارې باید د دې په پلي کولو کې کوښښ وکړي. ښاغلي رووفي، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو او د اطلاع رسونې مسوولینو د پياوړي کولو په برخه کې ژمنه وکړه تر څو اطلاعات په ښه ډول ارایه شي.

  ښاغلي خلیل جیحون، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون هدفونو، اطلاعاتو ورکولو طریقو، اطلاع رسونکي دندو، اطلاعات غوښتلو طریقي، شکایت حق، شکایتونو ته د رسیده ګۍ لارې چارې او د وګړو ملاتړ په اړه پرېزنټېشن او اړین معلومات ورکړل.

او په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شوه.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS