د کمیسیون او کابل پوهنتون د مشرتابه هیئت ترمنځ کتنه
نیټه: پنجشنبه د لیندۍ 14مه 1398
ښاغلي عین الدین بهادري د کمیسیون رئیس او اغلې زهرا موسوي د کمیسیون غړې له ښاغلي حمیدالله فاروقي د کابل پوهنتون له رئیس سره, په کابل پوهنتون کې د پوهاوي پرګرامونو او علمي سيمینارونو دایرولو له لارې اطلاعاتو ته د لاسرسي کلتور پیاوړي کولو په موخه د دوه اړخیزو همکاریو او همغږۍ رامنڅته کولو په تړاو کتنه تر سره کړه.
په سر کې عین الدین بهادري د کمیسیون د لنډې پیژندنې تر څنګ څرګنده کړه چې: د کمیسیون له دندو څخه یوه هم له فساد سره مبارزه, روڼتیا رامنڅته کول او په ښې حکومتولۍ کې د خلکو ګډون دی, چئ اطلاعاتو ته د لاسرسي کلتور پیاوړي کولو له لارې د پوهاوي پروګرامونو په دایرولوسره یې سرته رسوي, نو اړینه ده چې لومړی دغه پروګرامونه د اکادمیکو او علمي بنسټونو د همکارۍ او همغږۍ په مټ په یادو بنسټونو او رسنیو کې پلي شي. نوموړي وړاندیز وکړ چې اطلاعاتو د لاسرسي حق موضوع ښایي په تحصیلي نصاب کې څای شي تر څو اطلاعاتو ته لاسرسی په سمه توګه خلکو ته تدریس او وروپیژندل شي.
ورپسې حمیدالله فاروقي د حکومت په بیلابیلو برخو کې د فساد شتون د ښې حکومتولۍ پر وړاندې ستره ننګونه وبلله , او زیاته یې کړه چې په دولتولۍ کې د حاکمې فضا درکول فعالو او پوه وګړو ته اړتیا لري, او دوی هله کولای شي خپل وګړنی رول ولوبوي, کله چې دوی د اړتیا وړ اطلاعاتو ته لاسرسی ولري.
نوموړي په ښې حکومتولی کې اطلاعاتو ته لاسرسی اړین وباله او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې له کمیسیون سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او دغه همکاري به د یو تړون له مخئ چې د کمیسیون لخوا به برابر شي, وغڅوي.