د کمیسیون او کابل پوهنتون د مشرتابه هیئت ترمنځ کتنه

Anonymous (not verified)
Sat, Dec 07 2019 7:35 PM
aic

نیټه: پنجشنبه د لیندۍ 14مه 1398

ښاغلي عین الدین بهادري د کمیسیون رئیس او اغلې زهرا موسوي د کمیسیون غړې له ښاغلي حمیدالله فاروقي د کابل پوهنتون له رئیس سره, په کابل پوهنتون کې د پوهاوي پرګرامونو او علمي سيمینارونو دایرولو له لارې اطلاعاتو ته د لاسرسي کلتور پیاوړي کولو په موخه د دوه اړخیزو همکاریو او همغږۍ  رامنڅته کولو په تړاو کتنه تر سره کړه.

په سر کې عین الدین بهادري د کمیسیون د لنډې پیژندنې تر څنګ  څرګنده کړه چې:  د کمیسیون له دندو څخه یوه هم له فساد سره مبارزه, روڼتیا رامنڅته کول او په ښې حکومتولۍ کې د خلکو ګډون دی, چئ  اطلاعاتو ته د لاسرسي کلتور پیاوړي کولو له لارې د پوهاوي پروګرامونو په دایرولوسره یې سرته رسوي, نو اړینه ده چې لومړی دغه پروګرامونه د اکادمیکو او علمي بنسټونو  د همکارۍ او همغږۍ په مټ په یادو بنسټونو او رسنیو کې پلي شي. نوموړي وړاندیز وکړ چې اطلاعاتو د لاسرسي حق موضوع ښایي په تحصیلي نصاب کې څای  شي تر څو اطلاعاتو ته لاسرسی په سمه توګه خلکو ته تدریس او  وروپیژندل شي.

ورپسې حمیدالله فاروقي د حکومت په بیلابیلو برخو کې د فساد شتون د ښې حکومتولۍ پر وړاندې ستره ننګونه وبلله  , او زیاته یې کړه چې په دولتولۍ کې د حاکمې فضا درکول فعالو او پوه وګړو ته اړتیا لري, او دوی هله کولای شي خپل وګړنی رول ولوبوي, کله چې دوی د اړتیا وړ اطلاعاتو ته لاسرسی ولري.

نوموړي په ښې حکومتولی کې اطلاعاتو ته لاسرسی اړین وباله او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې له کمیسیون سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی او دغه همکاري به د یو تړون له مخئ چې د کمیسیون لخوا به برابر شي, وغڅوي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS