د ښځو د یووالې نړیوال ورځ (مارچ اتمه) مبارک

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۸ - ۸:۵۴
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مشرتابه او کارکوونکي؛ د هېواد پتمنو، متدینو او پیاوړو ښځو ته د مارچ اتمه، د مېرمنو نړیواله ورځ مبارک وایي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، په دې اند دی چې ښځې د ټولنې یوې مهمې برخې په توګه د برابرو حقونو او امتیازونو لرونکي دي چې خپلو حقونو ته د رسېدو لپاره یې کلونه، کلونه مبارزې کړي دي. د ښځو نړیواله ورځ، د تاریخ په سختو او حساسو حالاتو کې د دوی د مبارزو ښکارندوي کوي. افغان مېرمنو، د هېواد د تاریخ په اوږدو کې تر نورو ډېر له دې ناوړه وضعیت څخه کړېدلې دي؛ څرنګه چې په دیني متونو او د افغانستان قوانینو کې د ښځو پر وړاندې بدچلند او تاوتریخوالی حرام او منع کرځولی شوی نو اړتیا ده چې د عملي کړنو او فرهنګ سازۍ له لارې اغېزمن بدلون راولو.

کمېسیون تمه لري چې د افغانستان دولت، ملي او نړیوال بنسټونه، د بشري حقونو تامینولو په برخه کې هڅې وکړي، ترڅو د هېوادوالو بنسټیز او اساسي حقونه تامین او انساني ارزښتونه په پام کې ونیول شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS