د افغان پامیر لوړو زده‌کړو مؤسسه کې د پوهاوي پروګرام

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۸/۹/۶ - ۸:۵۹
Aic

نیټه: د لړم ۲۶مه ۱۳۹۸
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون هڅه کوي د قانون پر اساس او اطلاعاتو ته د لاسرسي ارزښت ته پام سره چې د روڼتیا، حساب ورکړې او ښې حکومتولۍ په برخه کې یې لري، په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د پوهاوي پروګرامونو دایرولو له لارې د اطلاعاتو غوښتنې کچه لوړه کړي، تر څو په حکومتولۍ کې د خلکو د ګډون زمینه برابره شي.
په دې اساس اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون څخه د پوهاوي پروګرام د اغلې زهرا موسوی د کمیسیون غړې، د افغان پامیر لوړو زده‌کړو مؤسسې رئیس او زده‌کړیالانو په ګډون د یاد پوهنتون د کنفرانسونو په تالار کې دایر شو.

aic

اغلي زهرا موسوي اطلاعاتو ته لاسرسی د وګړو له اساسي حقوق څخه وباله او له یاد حق څخه پوهاوی یې ټولو وګړو په ځانګړې توګه زده کریالانو ته اړین وباله، نوموړې یادونه وکړه چې د اطلاعاتو اصلي مالکین خلک دی او دولت او مسئوولین د اطلاعاتو ساتونکي دي، د نوموړې په بارو اطلاعاتو ته لاسرسی د حساب ورکونې او روڼتیا په برخه کې د ټولنیز قدرت په توګه له ځانګري اهمیت څخه برخمن دی، له دې امله اطلاعاتو د لاسرسي کلتور باید د وګړو لخوا د اطلاعاتو غوښتنې له لارې پیاوړی شي او د محرمیت کلتور له منځه یوړل شي، اطلاعاتو ته لاسرسی په ولسواک نظام کې د ټولیز کنترول د یوې اغیزمنې وسیلې حیثیت لري، چې له دې لارې خلک کولای شي د دولت په پریکړو کې اغیزمن ګډون پیدا کړي.aic

په غونډه کې د کمیسیون د عامه پوهاوي آمر ښاغلي خلیل جیحون اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون اړوند پرېزنټېشن وړاندې کړ او اطلاعاتو د لاسرسي د څرنګوالی، د اشخاصو ملاتړ، د اطلاعاتو د ورکړې د مودې، د اطلاعاتو د ورکړې د کړنلارې، د اطلاع رسونې د مسؤولینو، په ادارو کې د اطلاع رسونې د مسؤلینو د دندو، اطلاعاتو ته د لاسرسي د ممنوعیت، شکایتونو او هغو ته د رسېدنې، تخلفاتو او تأدیبي مؤیداتو او نورو اړوندو موضوعاتو په هکله په مفصل ډول اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې تشریحات ورکړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS