اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د ستراتېژيکي چارو د تدوین مشورتي غونډه
د ۱۳۹۸کال، مرغومي ۳۰، دوشنبې ورځ
اطلاعاتو ته دلاسرسي کمېسیون ژمن دی چې له هر فرصت نه په ګټې اطلاعاتو ته د لاسرسي فرهنګ څخه په اغېزمن ډول استفاده وکړي. نو د همدې لپاره یې دکمېسیون غړو د ولسواکۍ او قانون مرکز له اجرایي رییس سره چې مرکز یې په کانادا کې ده، یوه ورځ پوره ناسته لرله.
په دې غونډه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په ملي ستراتېژي او د تدوین پر څرنګوالي، د GIZ لخوا د تخنیکي سلاکار پېژندنې ، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پر مهمو برخو، اطلاعاتو ته دلاسرسي کمېسیون ته د فعالیتونو، استراتېژیکو نقطو او مشورو ورکول، همداشان په ادارو کې د اطلاعاتو د طبقه بندي په اړه د نظرونو تبادله وشوه. په افغانستان کې اطلاعاتو ته لاسرسی په یو فرهنګ بدلول ډېر کار او کړنو ته اړتیا لري. نو له همدې امله اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مصمم دی چې په دې برخه کې نړیوالو بنسټونو او متخصصو وګړو سره اطلاعاتو لاسرسي قانون په پیاوړتیا او دودولو کې له شته فرصتونو او امکاناتو نه استفاده وکړي او ولسواکي نظام پیاوړی کړي.
په دې غونډه کې ښاغلي مندل، د پورته مواردو په برخه کې د اړینو مشورو تر څنګ له کمېسیون سره د تل پاتي همکاریو ژمنه وکړه او افغانستان کې د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې اطلاعاتو ته لاسرسی مهم وګاڼه.
ورپسې د کمېسیون رهبرۍ له خپلو نړیوالو شریکانو او د ښاغلي توبي مندل له لارښوونو څخه مننه وکړه.
په پای کې ښاغلي مندل اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له دفترونو لیدنه وکړه.