اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د ستراتېژيکي چارو د تدوین مشورتي غونډه

Anonymous (not verified)
Thu, Jan 23 2020 10:45 AM
aic

د ۱۳۹۸کال، مرغومي ۳۰، دوشنبې ورځ

اطلاعاتو ته دلاسرسي کمېسیون ژمن دی چې له هر فرصت نه په ګټې اطلاعاتو ته د لاسرسي فرهنګ څخه په اغېزمن ډول استفاده وکړي. نو د همدې لپاره یې دکمېسیون غړو د ولسواکۍ او قانون مرکز له اجرایي رییس سره چې مرکز یې په کانادا کې ده، یوه ورځ پوره ناسته لرله.

په دې غونډه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي په ملي ستراتېژي او د تدوین پر څرنګوالي، د  GIZ لخوا د تخنیکي سلاکار پېژندنې ، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پر مهمو برخو، اطلاعاتو ته دلاسرسي کمېسیون ته د فعالیتونو، استراتېژیکو نقطو او مشورو ورکول، همداشان په ادارو کې د اطلاعاتو د طبقه بندي په اړه د نظرونو تبادله وشوه. په افغانستان کې اطلاعاتو ته لاسرسی په یو فرهنګ بدلول ډېر کار او کړنو ته اړتیا لري. نو له همدې امله اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مصمم دی چې په دې برخه کې نړیوالو بنسټونو او متخصصو وګړو سره اطلاعاتو لاسرسي قانون په پیاوړتیا او دودولو کې له شته فرصتونو او امکاناتو نه استفاده وکړي او ولسواکي نظام پیاوړی کړي.aic

په دې غونډه کې ښاغلي مندل، د پورته مواردو په برخه کې د اړینو مشورو تر څنګ له کمېسیون سره د تل پاتي همکاریو ژمنه وکړه او افغانستان کې د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې اطلاعاتو ته لاسرسی مهم وګاڼه.

ورپسې د کمېسیون رهبرۍ  له خپلو نړیوالو شریکانو او د ښاغلي توبي مندل له لارښوونو څخه مننه وکړه.

په پای کې ښاغلي مندل اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له دفترونو لیدنه وکړه.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS