اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعیت څېړلو په پار د ادارو څارنه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۳/۳۱ - ۱۰:۲۶
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو څرنګوالي په برخه کې د ادارو کړنې څارل، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له اساسي دندو څخه دي. یاد کمېسیون د قانون او شته کړنلارو په رڼا کې د ادارو لخوا هېوادوالو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین په موخه د اطلاع رسونې لار او طریقې څاري.

نو پر همدې اساس اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د څارنې او ارزونې آمریت، د یو منظم پلان پر بنسټ د ۱۴۰۰کال د غوایي میاشتې ۴ نېټې راپدېخوا د ۶۷ ادارو له ډلې ۳۵ ادارو څخه څارنه کړې، همداشان پاتې هغه به یې هم د یاد پلان پر بنسټ وڅارل شي. د دې څارنې د راپور وروستۍ پایلې او ارزونې به اصلاحي سفارښتنو سره یو ځای له اړوندو ادارو، رسنیو او د هېواد ټولو عامو وګړو سره له مختلفو لارو شریک شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS