اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مشرتابه سره د مجینتا (Magenta)دفتر استازي لیدنه
نن د ۱۴۰۰کال د غوایي ۱۳مه نېټه؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنر ښاغلي حمدالله ارباب او د دارالانشا رییس ښاغلي عصمت الله حیدري د مجینتا (Magenta)دفتر څېړنو او اړیکو مسوولې آغلې بلقیس احسان سره ولیدل.
په دې لیدنه کې، آغلې بلقیس احسان په افغانستان کې د اړوند دفتر پروژې په اړه چې ادارې فساد پر وړاندې مبارزې او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په هکله خبرې اترې وکړې او د افغانستان په پنځه ولایتونو کې د پروګرامونو ترسره کولو په پار اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د همکاریو غوښتوونکې شوه.
ورپسې ښاغلي حمدالله ارباب، په افغانستان کې د یاد دفتر همکاریو او کمېسیون ته د آغلې احسان راتګ هرکلي ترڅنګ، آغلې ته په پنځو ولایتونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین په هکله د پروګرامونو ترسره کولو په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د همکاریو ډاډ ورکړ. نوموړي زیاته کړه؛ یاد پروګرامونه باید اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په مفاد او ټولو اړوندو کړنلارو سره همغږي وي، د امکان په صورت کې د دې پروګرامونو څخه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کارکوونکو ته د څارنې زمینه هم برابره کړي. لیدنه په نېک آند او متقابلو همکاریو پای ته ورسېده.