اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مشرتابه سره د مجینتا (Magenta)دفتر استازي لیدنه

Anonymous (not verified)
Mon, May 03 2021 8:32 AM
aic

نن د ۱۴۰۰کال د غوایي ۱۳مه نېټه؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنر ښاغلي حمدالله ارباب او د دارالانشا رییس ښاغلي عصمت الله حیدري د مجینتا  (Magenta)دفتر څېړنو او اړیکو مسوولې آغلې بلقیس احسان سره ولیدل.

په دې لیدنه کې، آغلې بلقیس احسان په افغانستان کې د اړوند دفتر پروژې په اړه چې ادارې فساد پر وړاندې مبارزې او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په هکله خبرې اترې وکړې او د افغانستان په پنځه ولایتونو کې د پروګرامونو ترسره کولو په پار اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د همکاریو غوښتوونکې شوه.

ورپسې ښاغلي حمدالله ارباب، په افغانستان کې د یاد دفتر همکاریو او کمېسیون ته د آغلې احسان راتګ هرکلي ترڅنګ، آغلې ته په پنځو ولایتونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین په هکله د پروګرامونو ترسره کولو په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د همکاریو ډاډ ورکړ. نوموړي زیاته کړه؛ یاد پروګرامونه باید اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په مفاد او ټولو اړوندو کړنلارو سره همغږي وي، د امکان په صورت کې د دې پروګرامونو څخه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کارکوونکو ته د څارنې زمینه هم برابره کړي. لیدنه په نېک آند او متقابلو همکاریو پای ته ورسېده.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS