د احصایې او ملي معلوماتو اداره کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي ترسره شو

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۳ - ۱۴:۲۴
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرام، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مرستیالې آغلې نجیبې مرام، د احصایې او ملي معلوماتو ادارې مالي مرستیال ښاغلي عبدالباري یوسفي په شتون کې د دې ادارې رییسانو او آمرینو ته ترسره شو.

دې پروګرام په پیل کې آغلي نجیبې مرام، د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون ځانګړنو باندې خبرې اترې وکړې او زیاته یې کړه؛ یاد قانون اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه د نړۍ په کچه لومړۍ درجه قانون دی چې پلي کولو لپاره یې باید عملي ګامونه واخیستل شي او همدارنګه په ښې حکومتوالۍ کې باید ترې ګټه استفاده وشي.

د کمېسیون مرستیالې، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پنځلسمې مادې پر بنسټ له وړاندې د اطلاعات خپرولو باندې ټینګار سربېره، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو اهمیت او ګټې توضیح کړې. نوموړې د احصایې او ملي معلوماتو له ادارې وغوښتل ترڅو د اطلاع رسونې مرجع مسوول تجهیز او پیاوړي کولو کې همکاري وکړي.

کمیسیون دسترسی به اطلاعات

ورپسې ښاغلي عبدالباري یوسفي د دې مطلب په څرګندولو چې اطلاعاتو ته لاسرسی د هېوادوالو له بنسټیزو حقونو څخه دی وویل: «خلاصه ټولنه اطلاعاتو ته د لاسرسي اړمنه ده او همدارنګه یواځې اطلاعاتو ته د لاسرسی له لارې د دولت کړنو باندې د وګړو باور زیاتېږي». ښاغلي یوسفي هېوادوالو ته د اطلاعات ورکولو زمینه برابرول د ښې حکومتوالۍ اړتیا وبلله او ډاډ یې ورکړ چې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو په برخه کې به جدي ګامونه اخلي.

کمیسیون دسترسی به اطلاعات

په پای کې ښاغلي خلیل جیحون، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د عامه پوهاوي کارپوه، د يو پرېزینټیشن په وسیله اطلاعاتو ته د لاسرسي حق، اطلاعاتو ته لاسرسي قانون موخو، اطلاعاتو ته د لاسرسي طریقې، د وګړو ملاتړ، د اطلاعاتو ورکولو مودې، د اطلاعات ورکولو طریقې، اطلاع رسونې مرجع مسوولینو، په ادارو کې د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو دندو، له وړاندې د اطلاعات خپرولو په هکله د ادارو مکلفیت، اطلاعاتو ته د لاسرسي ممنوعیتونو، شکایتونو او ورته رسېدنه، سرغړونو، تأدیبی مؤیداتو او د وګړو خوندیتوب په هکله د قانون په رڼا کې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS