زېرمو او پترولیم وزارت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرام

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۷ - ۹:۵۶
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د زېرمو او پترولیم وزارت سره په همغږۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرام؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنر ښاغلي حمدالله ارباب، د زېرمو او پترولیم وزارت د پروګرامونو د پالیسۍ مرستیال ښاغلي عتیق الله ذکې په شتون کې د یاد وزارت کارکوونکو ته ترسره شو.

کمیسیون دسترسی به اطلاعات

ښاغلي حمدالله ارباب چې په یاد پروګرام کې خبرې کولې وویل:« که څه هم د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون، د نړۍ په کچه غوره قانون دی؛ نو د دې قانون پلي کولو په برخه کې د دولتي ادارو هر اړخیزه همکاري اړینه ده». ښاغلي ارباب، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون دندې او مسوولیتونه توضیح کړل او له وړاندې د اطلاعات خپرولو باندې یې ټینګار وکړ. د کمېسیون غړي د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې اطلاعاتو ته لاسرسی مهم عنصر وباله او د یاد وزارت له مشرتابه یې وغوښتل چې د ښې حکومتوالۍ په پار په دې اداره کې شته اطلاعاتو ته د هېوادوالو لاسرسي ته زمینه برابره کړي.

کمیسیون دسترسی به اطلاعات

 ورپسې ښاغلي عتیق الله ذکي، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په اړه خبرې وکړې ویې ویل:« اطلاعاتو ته لاسرسی د ښې حکومتوالۍ له اساسي شرطونو څخه ده او د ښې حکومتوالۍ تامینول، هېوادوالو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي حق زمینې برابرولو پورې تړاو لري». نوموړي روڼتیا او په تړلو حکومتونو کې د محرمیت دود پای ته رسول، اطلاعاتو ته د لاسرسي موخې وبللې. ښاغلي ذکي زیاته کړه؛ د زېرمو او پترولیم وزارت، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو ته ژمن دی او هڅه کوي په دې اداره کې شته اطلاعاتو ته د هېوالو لاسرسي ته لا ښه زمینه برابره کړي. هغه همدارنګه زیاته کړه: یاد وزارت په دې آند دی چې اطلاعاتو ته لاسرسي په برخه کې آسانتیا د روڼتیا او ځواب ویلو کچې د لوړتیا لامل کېږي.

کمیسیون دسترسی به اطلاعات

په پای کې ښاغلي خلیل جیحون، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د عامه پوهاوي کارپوه، د يو پرېزینټیشن په وسیله اطلاعاتو ته د لاسرسي حق، اطلاعاتو ته لاسرسي قانون موخو، اطلاعاتو ته د لاسرسي طریقې، د وګړو ملاتړ، د اطلاعاتو ورکولو مودې، د اطلاعات ورکولو طریقې، اطلاع رسونې مرجع مسوولینو، په ادارو کې د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو دندو، له وړاندې د اطلاعات خپرولو په هکله د ادارو مکلفیت، اطلاعاتو ته د لاسرسي ممنوعیتونو، شکایتونو او ورته رسېدنه، سرغړونو، تأدیبی مؤیداتو او د وګړو خوندیتوب په هکله د قانون په رڼا کې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS