د افغانستان اسلامي جمهوري دولت بهرنیو چارو وزارت محترم مقام سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د مشرتابه لیدنه
د افغانستان اسلامي جمهوري دولت بهرنیو چارو وزارت وزیر محترم جلالتمآب محمدحنیف اتمر سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مشرتابه، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په برخه کې د ګډو همکاریو او په دې هکله د غوښتونکو ستونزو له منځه وړلو په پار د ۱۳۹۹کال د سلواغې په ۱۹مه بحث او د آندونو تبادله وشوه.
په دې لیدنه کې لومړی ښاغلي عین الدین بهادري، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون پېژندنې، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په برخه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت نړیوالو ژمنو، د روڼتیا او حساب ورکول تامین، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق پر وړاندې د شته ستونزو او فرصتونو، د قانون په رڼا کې بهرنیو چارو وزارت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون تامین په هکله خبرې وکړې. د کمېسیون رییس، له بهرنیو چارو وزارت څخه د شوي شکایت په اړه خبرې وکړې او د غوښتونکو، غوښتنې ته پر وخت د ځو اب ویلو په اړه د هراړخیزو همکاریو غوښتونکی شو. سربېره پر دې د یاد وزارت له مشرتابه وغوښتل شول چې د دې وزارت سفارتونو سره د اطلاعات ورکولو او پر وخت د اطلاع رسونې کې همکاري وکړي.
ورپسې جلالتمآب محمدحنیف اتمر، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له کړنو د ستاینې ترڅنګ اطلاعاتو ته لاسرسی په ولسواکي حکومتونو کې بنسټیزه پایه وبلله او د دې حق پلي کولو په اړه یې خپله ژمنه اعلام کړه. همدارنګه نوموړي د یاد وزارت څخه غوښتونکي ته د اطلاعات نه ورکولو په اړه د شکایت په هکله هم خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې ډېر ژر به اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې د غوښتونکي لخوا غوښتل شوي اطلاعاتو په اړه شکایت ته رسېدنه وکړي او غوښتل شویو اطلاعات به ورکړي.
په پای کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د بهرنیو چارو وزارت محترم وزیر؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون وړاندیزونو هرکلی وکړ او له کمېسیون څخه یې د یاد وزارت کارکوونکو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پوهاوي پروګرام ترسره کولو او د اطلاعاتو ډلبندۍ د تخنیکي همکارۍ غوښتنه وکړه.