د افغانستان اسلامي جمهوري دولت بهرنیو چارو وزارت محترم مقام سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د مشرتابه لیدنه

Anonymous (not verified)
Mon, Feb 08 2021 12:37 PM
aic

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت بهرنیو چارو وزارت وزیر محترم جلالتمآب محمدحنیف اتمر سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مشرتابه، اطلاعاتو ته د  لاسرسي قانون په برخه کې د ګډو همکاریو او په دې هکله د غوښتونکو ستونزو له منځه وړلو په پار د ۱۳۹۹کال د سلواغې په ۱۹مه بحث او د آندونو تبادله وشوه.

په دې لیدنه کې لومړی ښاغلي عین الدین بهادري، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون پېژندنې، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په برخه کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت نړیوالو ژمنو، د روڼتیا او حساب ورکول تامین، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق پر وړاندې د شته ستونزو او فرصتونو، د قانون په رڼا کې بهرنیو چارو وزارت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون تامین په هکله خبرې وکړې. د کمېسیون رییس، له بهرنیو چارو وزارت څخه د شوي شکایت په اړه خبرې وکړې او د غوښتونکو، غوښتنې ته پر وخت د ځو اب ویلو په اړه د هراړخیزو همکاریو غوښتونکی شو. سربېره پر دې د یاد وزارت له مشرتابه وغوښتل شول چې د دې وزارت سفارتونو سره د اطلاعات ورکولو او پر وخت د اطلاع رسونې کې همکاري وکړي.

ورپسې جلالتمآب محمدحنیف اتمر، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له کړنو د ستاینې ترڅنګ اطلاعاتو ته لاسرسی په ولسواکي حکومتونو کې بنسټیزه پایه وبلله او د دې حق پلي کولو په اړه یې خپله ژمنه اعلام کړه. همدارنګه نوموړي د یاد وزارت څخه غوښتونکي ته د اطلاعات نه ورکولو په اړه د شکایت په هکله هم خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې ډېر ژر به اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې د غوښتونکي لخوا غوښتل شوي اطلاعاتو په اړه شکایت ته رسېدنه وکړي او غوښتل شویو اطلاعات به ورکړي.

په پای کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د بهرنیو چارو وزارت محترم وزیر؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون وړاندیزونو هرکلی وکړ او له کمېسیون څخه یې د یاد وزارت کارکوونکو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پوهاوي پروګرام ترسره کولو او د اطلاعاتو ډلبندۍ د تخنیکي همکارۍ غوښتنه وکړه.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS