د افغان سرې میاشتې اطلاع رسونې مرجع مسوولینو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون ګډه ناسته

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۹ - ۱۴:۳۳
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د څارنې او ارزونې آمریت د افغان سرې میاشتې د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو سره، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین او قانون پلي کولو، په دې اداره کې د اړیکو پیاوړتیا او اغېزمنو همکاریو په پار ګده ناسته ترسره شوه.

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د دارالانشا رییس ښاغلي عصمت الله حیدري، د څارنې او ارزونې آمر ښاغلي محمد داود فیاض، د افغان سرې میاشتې د اطلاع رسونې مسوول نورآقا صاحب زاده اود همکارانو په شتون کې یې پیل شوه.

په پیل کې ښاغلي عصمت الله حیدري، په ډیموکراټیکو نظامونو کې ځواب ویل او حساب ورکول د ښې حکومتوالۍ له بنسټیزو اړتیاو وګڼل او زیاته یې کړه: په ډیمکراټیکو نظامونو کې حکومت د وګړو او د وګړو لپاره ده. پر همدې بنسټ د ادارو مسوولین، د خدمتونو وړاندې کولو او نورو ټول کړنو په هکله د وګړو پر وړاندې ځواب ویلو باندې ملزم دی. همدارنګه په دې ناسته کې د کمېسیون د دارالانشا رییس، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین ګټو په هکله خبرې وکړې او د افغان سرې میاشتې ټولنې اطلاع رسونې مرجع مسوولینو څخه یې وغوښتل، ترڅو اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا په برخه کې هر اړخیزې هڅې وکړي.

په دې ناسته کې کمېسیون ته د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو راپور ورکولو، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پنځلسمې مادې په رڼا کې له وړاندې د اطلاعات خپرولو، اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم څخه د ګټې اخیستنې، په بنسټونو کې د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو ستونزو او حل لارو په هکله بحث او د اندو تبادله وشوه.

ورپسې د یاد بنست د اطلاع رسونې مسوولینو،اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پلي کولو په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له همکاریو او مشورو هرکلی وکړ او د سرې میاشتې په اداره کې یې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون تامین څخه یې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS