اطلاعاتو ته د لاسرسي په کمېسیون کې د افغانستان اساسي قانون د تصویب اونۍ نمانځل

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۱ - ۱۴:۴۲
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د اساسي قانون د تصویب اوه‌لسم کال اونۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځله.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د افغانستان اسلامي جمهوري ریاست د فرمان پلي کولو په پار؛ د افغانستان ملي مثابې او وثیقې پر بنسټ د اساسي قانون د احکامو رعایت، پلي کول، ملاتړ او پوهاوي لپاره، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، مرستیالې آغلې نجیبې مرام، د دارالانشا رییس ښاغلي عصمت الله حیدري او د اساسي قانون پلي کولو څخه د څار کمېسیون متخصص ښاغلي هدایت الله انیس، د افغانستان د حقوقپوهانو د اتحاديې شورا مشرتابه غړي ښاغلي عبدالوحید فرزه‌یي، د مختلفو بنسټو څخه راغلو میلمنواو د کمېسیون د کارکوونکو په شتون کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغانستان اساسي قانون د تصویب اونۍ ونمانځل شوه.

په پیل کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، د مختلفو ادارو او بنسټونو څخه راغلو ميلمو ته د ښه راغلاست وروسته په خپلو خبروکې په اساسي قانون کې د وګړو حقونو او ازادۍ په هکله خبرې وکړې ویې ویل:« د وګړو د حقونو او ازادیو تدوین د اساسي قانون رامنځته کولو فلسفه ده چې د وګړو حقونه او ازادي د اساسي قانون د جوړښت ټولیز علمي او حقوقي مؤلفې دي».

aic

ښاغلي بهادري، د وګړو د حقونو او ازادۍ په تامین د حقوقي نظامونو تاریخي جوړښت ته په نغوته وویل: د وګړو د حقونو او ازادۍ تامینول په هېڅ نظام کې د تاریخ له نظره په یو ځل او مقطعي ډول منځته نه دي راغلي. د بیان ازادۍ، د وګړو ازادۍ په برخه او اساسي حقونو کې تاریخي څېړنو ته په جدي ډول کتو کولای شو د هېواد په اساسي قانون کې د وګړو حقونو او ازادۍ په اهمیت پوه شو. نوموړي د وګړو د حقونو او ازادۍ په رڼا کې د اساسي قانون ارزښت او اهمیت مهم وباله او د دې قانون عملي کول او رعایت کول یې مهم وباله.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس، د طالبانو او د افغانستان دولت ترمنځ روانې خبرې اترې د وګړو د حقونو او ازادۍ بحث وباله او زیاته یې کړه: د افغانستان اساسي قانون د مفاهیمو په اساس لکه: (هر افغان د مساوي حقونو لرونکی دی)، د یو نظام او حکومتوالۍ په تاریخ کې یوه لویه لاسته راوړنه ده. د شل کنو هڅو وروسته د وګړو د حقونو او ازادۍ تامین؛ د موقت حکومت رامنځته کول یو تاریخي وروسته‌تګ او د صفر لور ته تګ دی. اړتیا ده چې په دې برخه کې جدي بحث وشي.

ورپسې ښاغلي هدایت الله انیس، په اساسي قانون کې د وګړو اساسي حقونو او دندو په اړه خبرې وکړې او د قوانینو وضع کول یې په ټولنه کې د طبیعي اړتیاوو څخه وباله. هغه الهي قانون د ټولو بشري قوانینو سرچینه وګڼله او ویې ویل:«وګړي اړتیا لري د ټولنې منظم کولو لپاره قوانین وضع او هغه پلی کړي». ښاغلي انیس، په اساسي قانون کې د وګړو لپاره د وضع شویو اساسي حقونو او مکلفیتونو ترڅنګ وویل اساسي قانون هم د وګړو د حقونو او مکلفیتونه وضعه کړي دي چې د وګړو له اساسي حقونو او مکلفیتونو څخه سمه ګټه اخیستنه کولای شي په ټولنه کې د نظم لامل شي.

aic

په پای کې عبدالوحید فرزه‌یي، د اساسي قانون په رڼا کې د دولت درې‌ګونو قواوو دندو او مکلفیتونو په اړه بحث وکړ. نوموړي د افغانستان اساسي قانون مادو ته په اشارې، د دولت درې‌ګونو قواوو لخوا د اساسي قانون د حکمونو پلي کول تشریح کړل او قانون پلي کول یې د حکومت له عمومي او اساسي مکلفیتونو څخه وبلل.

aic

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS