اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون او د امانت پروژې ترمنځ د هوکړې لاسلیک

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۴ - ۱۴:۸
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د کمېسیون د بنسټيز ظرفیت جوړولو لپاره؛ د اړینو شرایطو برابرولو، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پیاوړتیا او پلي کولو په موخه له امانت پروژې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د امریکا د ملګرو ملتونو پرمختیایي نړیوالې ادارې له پروګرامونو څخه یو هم «روڼتیا او حساب ورکولو لپاره د افغانستان اقدام»(AMANAT) دی؛ چې د عامه خدمتونو وړاندې کولو کې د افغانستان د حکومت او غیرې دولتي بنسټونو کې د فساد مخنیوي باندې تمرکز کوي.

د امانت پروژه، د دې هوکړې پر بنسټ د کمېسیون د سازماني ظرفیت لوړتیا په پار؛ دوه سلاکاران ګماري. د دوه سلاکارانو د ګمارنې سربېره نوموړې پروژه ژمنه ده چې اطلاعاتو ته د لاسرسي دود پیاوړتیا او عامولو په برخه کې د کمېسیون تخنیکي ملاتړ وکړي.

د امانت پروژې ټولې تخنیکي او سازماني همکارۍ به اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همغږۍ ترسره کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS