اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون مشرتابه سره د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت وزير ليدنه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۱ - ۱۵:۲۰
aic

دا ناسته اطلاعاتو د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، مرستيالې آغلې نجيبې مرام، غړې آغلې زهرا موسوي، د شهيدانو او معلولينو په چارو کې ې د دولت وزير ښاغلي لعل الدين آريوبي او ور سره پلاوي په شتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون په دفتر کې ترسره شوه.

په پيل کې د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت وزير ښاغلي لعل الدين آريوبي، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون له مشرتابه سره د ليدنې موخه؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او حق تامينولو لپاره د همکارۍ او همغږۍ فضا رامنځته کول وښوده.

د شهيدانو او معلولينو چارو وزير وويل:«موږ هڅه کوو چې د قانون د احکامو او کړنلارو په رڼا کې د اطلاع رسونې دود، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون په همکارۍ پياوړی او خپلې کړنې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون لخوا د وضع شويو معيارونو په اساس پر مخ يوسو». پر همدې بنسټ موږ به په ياد وزارت کې د اطلاع رسونې څانګه جوړه او کارکوونکي به يې وګماروو. همدارنګه ښاغلي آريوبي د شهيدانو او معلولينو وزارت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون له پلي کولو ډاډ ورکړ.

ورپسې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، اطلاعاتو ته د لاسرسي او اطلاع رسونې په برخه کې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت له کړنو د ستاینې، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون او د‌ دولتي ادارو د مکلفيتونه په هکله هر اړخيز معلومات ورکړل.

د کمېسيون رييس وويل:«اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پنځلسمې مادې په رڼا کې ادارې مکلفې دي چې په ادارو کې شته اطلاعات د مختلفو ممکنو لارو لارې له وړاندې خپاره کړي، ترڅو وګړي وکولاي شي په اسانه او بشپړ ډول اطلاعاتو ته لاسرسی ولري.

ښاغلي بهادري، د دا ډول غونډو جوړولو د ټينګار سربېره، د دارنګه غونډو دوام کولای شي له وړاندې او د غوښتونکو د غوښتنې پر بنسټ د اطلاعات خپرولو څرنګوالي، کيفيت او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامينولو په برخه کې اغېزمن کېدلای شي.

aic

ورپسې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون مرستيالې آغلې نجيبې مرام، په دې وزارت کې د اطلاع رسونې مسوول تجهيز، پياوړتيا او د اطلاع رسونې مرجع ته صلاحيت ورکولو باندې خبرې وکړې. آغلې مرام ټينګار وکړ، د اطلاع رسونې مرجع مسوول چې په قانون کې يې يادونه شوې، کولای شي د اطلاع رسونې دود پياوړی او د قانون پلي کولو کې ګټور تمام شي چې د اطلاع رسونې مسوول پياوړي کول او ورسره همکاري د قانون له الزاماتو ګڼل کېږي.

په پای کې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت سلاکارې آغلې صفیه صدیقي په خپلو خبرو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون سره د هر اړخيزو همکاريو ژمنه وکړه او د اطلاع رسونې په برخه کې کړنې يې د ادارو له بنسټيزو دندو وښوده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS