د کلو پراختیا او بیارغونې وزارت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق په هکله د پوهاوي پروګرام

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۳۹۹/۸/۳ - ۱۴:۴۷
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرام، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د عامه پوهاوي آمر ښاغلي خلیل جیحون، تخنیکي سلاکار ښاغلي ولي الله مصباح په شتون کې د یاد وزارت آمرینو ته په دې وزارت کې ترسره شو.

aic

ښاغلي خلیل جیحون، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د خبرو سربېره وویل:« پرمختګ او پراختیا، اطلاعاتو ته د وګړو لاسرسي پرته ناشونې ده». هغه وویل څرنګه چې د کلو پراختیا او بیارغونې وزارت د پراختیا او پرمختګ په برخه کې د هېواد د نفوس له ډېرې برخې سره په اړیکه کې دی.او همدارنګه یاد وزارت، د افغانستان دولت ډېره بودجه د کلو او بانډو رغولو باندې لګوي، نو پر همدې بنسټ ایجابوي چې د شته سرچینو، امکاناتو، ماموریت او خپلې ستراتېژۍ په رڼا کې په خپلو کړنو کې روڼتیا او د افغانستان وګړو پر وړاندې د ځواب ویلو په برخه کې فعال وي. په دې اداره کې اطلاعاتو ته د هېوادوالو لاسرسي حق تامینول، د دې ادارې کړنو په هکله د خلکو باور پیاوړی او زیاتوي، همداشان په کلو او بانډو کې دپرمختیایي پروګرامونو پلي کولو کې د وګړو هر اړخیزې همکارۍ ته زمینه برابروي. ښاغلي جیحون د دې وزارت له کارکوونکو څخه وغوښتل چې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پلي کولو په برخه د قانون په رڼا کې اقدامونه وکړي. ځکه چې اطلاعاتو ته لاسرسي د وګړو له اساسي او بشري حقونو څخه دی او دولت په ټولنه کې د دې حق تامینولو باندې مکلف دی.

aic

ورپسې ښاغلي ولي الله مصباح، د یو پرېزېنټېشن په ارایه کولو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون حقوقي مبنا، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون موخو، د اطلاعات غوښتلو او ورکولو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون دندو او واکونو، د اطلاع رسوونکي دندو، د ادارو مکلفیت، د شکایت ثبتولو او ورته رسېدنې، اطلاعاتو ته د لاسرسي ممنوعیتونو، د وګړو خوندیتوب چې د ښه نیت لپاره اطلاعات افشا کړي.

په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS