د هرات ولایت د سیمه ییزو ادارو رییسانو ته اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د پوهاوي پروګرام

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۴ - ۹:۳۰
aic

دا پروګرام اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مرستیالې آغلې نجیبې مرام، د کمېسیون غړې آغلې زهرا موسوي، د هرات ولایت والي ښاغلي سید عبدالوحید زاهد قتالي، د هرات د والي د ټولنیزو چارو مرستیالې آغلې مونسه حسن زاده او د هرات ولایت د سیمه ییزو ادارو ریسانو په شتون کې تر سره شو.

په پیل کې آغلې مرام، اطلاعاتو ته لاسرسی، د فساد پر وړاندې مبارزې او د روڼتیا رامنځته کولو په برخه کې مهم وباله او ویې ویل:«هر څومره چې په ادارو کې شته اطلاعاتو ته لاسرسی شونی وي په همغه کچه روڼتیا او ځواب ویل شوني دي؛ هغه ادارې چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلی کوي، د اطلاعاتو له ښکاره کولو څخه هېڅ ډول وېره نه لري او په هغه ادراه کې د فساد نشتون باندې دلالت کوي».

aic

د کمېسیون مرستیالې زیاته کړه: په ادارو کې شته اطلاعات له مسوولینو سره د وګړو امانت دي، وګړي حق لري هغو ته لاسرسی ولري او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په رڼا کې ادارې مکلفې دي چې له مخکې او د غوښتنې په وخت کې غوښتونکو ته اطلاعات ورکړي.

ورپسې آغلې زهرا موسوي، د افغانستان اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د نړیوالو معیارونو پر بنسټ د نړۍ په کچه لومړی مقام لري، هغې یادونه وکړه چې د دې قانون پلي کول د ښې حکومتوالۍ او دیموکراتیک نظام لرلو لپاره حیاتي او اړین امر دی. آغلې موسوي وویل، اړتیا ده چې ادارې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په پلي کولو کې جدي هڅې ترسره کړي.

آغلې موسوي اطلاعاتو ته د لاسرسي ګټو او اهمیت په هکله وويل: اطلاعاتو لاسرسی د تړلې حکومتوالۍ او محرمیت دود څخه د وتلو یو ګام دی، چې خلاصې حکومتوالۍ ته مو بیایي اود هېواد ټول وګړي په کې ځان ګډ وبولي. اطلاعاتو ته لاسرسی په حکومتي پرېکړو کې د وګړو ګډون ته زمینه برابروي او د اطلاعاتو ښکاره کولو له لارې د فساد مخنیوی کېږي. اطلاعاتو ته لاسرسی د دې لامل کېږي چې هېوادوال د ادارو له برخلیک ټاکونکو او مثبتو کړنو څخه خبر شي؛ په ادارو باندې د ملت باور زیاتوي او د ملي ثبات لپاره د ملت او دولت تر منځ اړیکه ټینګوي.

ښاغلي قتالي چې په دې پروګرام کې خبرې کولې ویې ويل:«اطلاعاتو ته لاسرسی بیلابیل اړخونه لري چې کولای شو له هغه څخه د روڼتیا او ځواب ورکولو په برخه کې ترې استفاده وکړو». هغه ټینګار وکړ، ټولې ادارې باید اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو په برخه کې خپل مکلفیت تر سره کړي او اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون احکامو پلي کولو او د اطلاع رسونې دود پیاوړي کولو په برخه کې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS