برنامه آگاهی دهی از قانون دسترسی به اطلاعات برای رؤسای ادارات محلی ولایت بلخ

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۱۶ - ۱۳:۴۸
aic

دا پروګرام اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، د‌ بلخ د والي مرستيال ښاغلي بشير توحيدي، د ولايتي شورا رييس ښاغلي محمد افضل حدید او د سيمه ييزو ادارو رييسانو په شتون کې د بلخ ولايت د کنفرانسونو په صالون کې تر سره شو.

په پيل کې ښاغلي عين الدين بهادري، اطلاعاتو ته د لاسرسي فلسفه او ماهيت د ملي ګټو ساتنه او پياوړي کول، د وګړو پر وړاندې د دولت ځواب ويل وښودل او زياته يې کړه؛ د نني پروګرام موخه، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او حق په تړاو د بلخ ولايت د سيمه ييزو ادارو د پوهاوي کچې لوړولو په پار ده، تر څو د قانون په رڼا کې، په ادارو کې شته اطلاعاتو ته د هېوادوالو ته د لاسرسي زمينه برابره کړي او د وګړو په وړاندې د دولتي بنسټونو ځواب ويلو دود پياوړی شي.

ښاغلي بهادري وويل: تر څو چې په دولتي بنسټونو کې د ځواب ويلو او اطلاع رسونې دود عام نشي، د ديموکراتيک حکومت جوړېدل ناشوني دي. ځکه نو، له وړاندې د اطلاعاتو خپرول او د غوښتنې پر وخت کې د اطلاعاتو ورکول د دولتي بنسټونو په چارو کې د روڼتيا لامل کېږي او کولای شي د فساد جرړې وباسي. د کمېسيون رييس د محرمو اطلاعاتو په اړه د سيمه ييزو مقاماتو اندېښنې چې امنيت او د ټولنې ثبات له خطر سره مخ کوي موجه وبللې اود هېواد د حقوقي معيارونو په رڼا کې يې، اطلاعاتو ته د هېوادوالو لاسرسي حق باندې ټينګار وکړ.

د ښاغلي بهادري په اند، د ديموکراتيک او خلاصې حکومتوالۍ ته رسېدل يواځې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو له لارې شوني دي. د کمېسيون رييس زياته کړه چې اطلاعاتو ته د وګړو لاسرسي په پار کمېسيون، اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاين سېستم جوړ کړی او هېوادوال کولای شي په اسانه د ياد سېستم له لارې د خپلې خوښې اطلاعات وغواړي او ادارې لخوا د اطلاعاتو نه ورکولو په صورت کولای شي خپل شکايت کمېسيون ته ثبت کړي.

aic

ورپسې د والي مرستيال او د بلخ ولايت ولايتي شورا رييس په نوبت سره د بلخ سيمه ييزو ادارو لخوا وګړو او رسنيو ته د اطلاع رسونې او په دې برخه کې د شته ستونزو په هکله خبرې وکړې او د ادارې فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې د کابل او ټول هېواد په کچه د دې قانون په پلي کولو ټينګار وکړ.

په پای کې، د کمېسيون د عامه پوهاوي امر، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون کليات او د دويمي واحدونو مکلفيتونو په هکله اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون او د حق تامينولو په اړه توضیح ورکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS