د میک کمېټې د سپارښتنو د پلي کیدو څخه د راپور ورکړې په برخه کې د پرمختګ په پروګرام کې د کمېسیون د مشرتابه پلاوي ګډون

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۵/۲۳ - ۱۱:۳۷
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د روڼتیا او فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې د هر ډول کړنو او اقداماتو ملاتړ کوي. له همدې امله اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنر ښاغلي حمدالله ارباب د میک کمېټې د سپارښتنو د پلي کیدو څخه د راپور ورکړې په برخه کې د پرمختګ په پروګرام کې د ملي تدارکاتو په اداره کې ګډون وکړ. ښاغلي ارباب، د تدارکاتو ملي اداره کې د ځواب ویلو او روڼتیا تر څنګ د ملي اقتصاد په پرمختګ باندې خبرې وکړې او ټینګار یې وکړ چې په ټولو تدارکاتي پروسو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د حکمونو په رڼا کې، دقیقه او پر وخت اطلاع رساني تر سره شي تر څو له دې لارې د خلاصې حکومتوالۍ لړۍ پیاوړې شي.

همداشان د ملي تدارکاتو ادارې رییس ښاغلي الهام عمر هوتکي، په ټولو تدارکاتي پروسو کې روڼتیا باندې ټینګار وکړ او ټولو تدارکاتي پروسو کې یې د رسنیو او خلکو لاسرسي په تړاو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS