اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سېستم، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون لخوا جوړ او رسما پرانېستل شو

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۲ - ۸:۵۷
aic

نن اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سېستم، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس، غړو، د حکومتي اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس، د بشر حقوقونو خپلواک کمېسیون مرستیال، د مدني بنسټونو او رسنیو استازو، د دولتي ادارو د اطلاع رسونې مسوولینو په شتون کې د حکومتي رسنیو په مرکز کې د یو لړ مراسمو سره پرانېستل شو.

aic

په پیل کې د حکومتي اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس ښاغلي لطیف محمود، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو او د دې قانون حق تامینولو په برخه کې د کمېسیون له لاسته راوړنو ستاینه وکړه او اطلاعاتو ته په انلاین ډول د لاسرسي سېستم رامنځته کول یې د اطلاع رسونې په برخه کې مهم پرمختګ وباله. ښاغلي محمود د دیموکراتیک حکومتونو جوړښت د یوې ټولنیزې هوکړې په وسیله په حکومتي بنسټونو او ادارو کې شته اطلاعات د ملت ملکیت ووایه. د حکومتي اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس په دولتي ادارو کې شته اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې محدودیت اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو پر وړاندې لویه ستونزه وګڼله او له ټولو دخیلو اړخو څخه یې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

ورپسې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، د اساسي قانون ۵۰ مادې پر بنسټ د ښې حکومتوالۍ د الګو په توګه اطلاعاتو ته د لاسرسي د انلاین سېستم جوړول او په ټولنه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون عملي کولو په اړه خبرې وکړې او د دولتي ادارو ځواب ویلو په برخه کې یې د دې سېستم رامنځته کول مهم او ارزښتمند وبلل او په اوسني وخت کې یې د ولسواکي نظامونو اړتیا وښوده. ښاغلي بهادري وویل:«هېڅ حکومت پرته د اطلاعاتو لاسرسي څخه نشي کولای د فساد پر وړاندې مبارزه وکړي، اطلاعاتو ته لاسرسی یواځېنۍ منطقي او قانوني لار ده چې د فساد پرلپسې کانالونه بند کړي او د هغه پر ځای ښې حکومتوالۍ او وګړو ته د حکومت پر کړنو د څارنې زمینه برابروي».

ښاغلي بهادري د حکومتي کړنو په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو په اړه د انلاین سېستم ظرفیت او ګټو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې. اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې له تکنالوژۍ څخه استفاده اطلاعاتو پایداروي. د حکومت ځواب ویل ټولنې او وګړو ته او روڼتیا د یاد سېستم له مهمو موخو څخه بیان کړې.

د کمېسیون د رییس په اند په ادارو کې د محرمیت فرهنګ ورځ تر بلې په زیاتېدو په هېواد کې د فساد او د حکومت او ملت تر منځ د واټن رامنځته کېدو لامل دی. هغه له ټولو دولتي بنسټونو څخه وغوښتل تر څو د ښې حکومتوالۍ مولفو او عناصرو ته احترام وکړي او د قانون په پلي کولو او د وګړو بنسټیزو حقونو تامینولو په برخه کې په جدي ډول همکاري وکړي، په دې برخه کې د نه همکارۍ په صورت کې مسوولیت باید هغو کسانو ته ورکړل شي چې په یوه دیموکراتیکه او ولسواکه ټولنه باور ولري.

په هېواد کې د قانون ښه پلي کېدو لپاره هېوادوالو ته د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو ځواب ويل، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق باندې د حکومتي مسوولین باورمندي، په هېواد کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق عملي کولو په برخه کې د نړیوالو بنسټونو د ملاتړ وړاندیز وکړ.

د افغانستان د روڼتیا څار ادارې څېړنیز مسوول ښاغلي عزت الله ادیب، د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي پر اهمیت خبرې وکړې او اطلاعاتو ته لاسرسی یې د ملي او نړیوالو معیارونو پر بنسټ د بشر له بنسټیزو حقونو څخه وباله. ښاغلي ادیب اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د بڼې او محتوا له لحاظ په نړۍ کې د غوره قانونو له ډلې یو غوره قانون یاد کړ او سیاسي حاکمیت، په ټولنه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي دود پیاوړي کول، د قانون غوره پلي کولو په پار په دولتي ادارو کې د اطلاع رسونې دود پیاوړي کول، او اطلاعاتو ته د لاسرسي پر وړاندې د ستونزو له منځه وړل یې وړاندیز کړل.

په پای کې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون مرستیال ښالي نعیم نظري او د پژواک خبري اژانس رییس ښاغلي دانش کروخیل، اطلاعاتو ته لاسرسی د بشر حقونو له بنسټیزو حقونو وګاڼه د موثرو اجرایي، قضایي، قانون جوړونې، خصوصي سکتور بنسټونو او د ټولو فعالو ټولنیزو قوو په اړه خبرې وکړې. دوی له تولو رسنیو وغوښتل چې د حقوقي معیارونو او قانون په رڼا کې اطلاعات وغواړي او په حکومتي جوړښت کې د محرمیت دود ته د پای ټکی کېږدي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سېستم لکه د ټولو انټرنیټي پاڼو په څېر اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو په موخه د اسانتیاو په پار په درې ژبو پښتو، دري او انګلیسي ژپو په ساده ډول طراحي شوی. ټول هېوادوال کولای شي دې سېستم ته د ورننوتلو سره له هرې دولتي ادارې خپل اطلاعات وغواړي. ټولې دولتي ادارې د قانون پر بنسټ مکلفې دي چې اطلاعات په انلاین ډول غوښتوونکي ته ورکړي. د اطلاعات نه ورکولو په صورت کې غوښتوونکی کولای شي د همدې سېستم له لارې خپل شکایت په عنواني ډول کمېسیون ته ثبت کړي. دا سېستم په ګوګل، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په وېب پاڼه او په ټولو انټرنیټي بروزرونو د موندلو وړ ده.

www.askforinfo.af

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS