د ښځو چارو وزارت سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غونډه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۴ - ۹:۲۵
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړو، کمېشنر او منشي ښاغلي حمدالله ارباب، کمېشنرې زهرا موسوي، د دارالانشا رییس ښاغلي عصمت الله حیدري او تخنیکي سلاکار ښاغلي ولي الله مصباح د ښځو چارو سرپرستې او نوماند وزیرې آغلې حسینې صافۍ سره وکتل.
په پیل کې ښاغلي حمدالله ارباب دې لیدنې ته د فرصت برابرولو څخه مننه وکړه او په دولتي بنسټونو کې یې په روڼتیا او حساب ورکونې باندې د ټینګار تر څنګ د اطلاع رسونې دود عامولو او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق پیاوړي کولو په برخه کې د ښځو او نارینو ګډون اړین وباله. هغه زیاته کړه؛ ښځې د سړیو په څېر حق لري چې د دولتي بنسټونو له کړنو خبرې شي او آن تر دې چې د هغو پروګرامونو په اړه چې د ښځو په اړه دایرېږي پوه، د پایلو او د اغیز په تړاو یې اطلاعات ولري. ورپسې آغلې زهرا موسوي د کمېسیون او د ښځو چارو وزارت د ګډو پروګرامونو په اړه خبرې وکړې او دې دواړو ادارو تر منځ د ظرفیت جوړونې او پوهاوي ګډ پروګرامونو د جوړولو غوښتنه یې وکړه.
آغلې حسینې صافۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، د ښځو چارو وزارت سره له وړاندې همغږۍ څخه مننه وکړه او د کمېسیون کارونه یې وستایل. هغې زیاته کړه؛ د ښځو چارو وزارت دیموکراتیکو ارزښتونو ته ژمن دی او غواړي د روڼتیا او حساب ورکونې تر چت لاندې خپلې چارې پر مخ یوسې. آغلې صافۍ زیاته کړه؛ پرته له شک څخه اوسنې شرایط ایجابوي چې وزارت پورې اړوند اطلاعات له وړاندې خپاره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS