په پارلماني چارو کې د دولت وزارت سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غونډه
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د رهبرۍ هییت کمېشنر او منشي ښاغلي حمدالله ارباب، د دارالانشا رییس ښاغلي عصمت الله حیدري او اړوندو همکارانو په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ښاغلي ضیاالحق امرخیل سره وکتل.
په پیل کې ښاغلي حمدالله ارباب دې لیدني ته د زمینې برابرولو مننې تر څنګ اطلاعاتو ته د لاسرسي حق ګټو او په دولتي ادارو کې د روڼتیا او ځواب ورکولو دود پیاوړي کولو باندې بحث وکړاو اطلاعاتو ته د لاسرسی یې د وګړو له بنسټیزو حقونو څخه وباله. سربېره پر دې هغه اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سېستم او په دې برخه کې وګړو او دولتي ادارې ته اسانتیاوو په اړه هم خبرې وکړې او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په اړه په ادارو کې پوهاوي باندې هم ټینګار وکړ.
په پای کې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ښاغلي ضیاالحق امرخیل اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کوښښونه وستایل، په راتلوونکي یوه میاشت کې د پارلماني چارو کې د دولت وزارت له وېب پاڼې او اطلاعاتي بانک جوړولو هم ډاډ ورکړ. همدارنګه هغه زیاته کړه چې هېڅ اطلاعات باید په ادارو کې پټ نه شي او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون سره یې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق پلي کولو د پارلماني چارو وزارت له همکاریوو یې هم ډاډ ورکړ.