په پارلماني چارو کې د دولت وزارت سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غونډه

Anonymous (not verified)
Thu, Jun 18 2020 7:59 AM
aic

 اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د رهبرۍ هییت کمېشنر او  منشي ښاغلي حمدالله ارباب، د دارالانشا رییس ښاغلي عصمت الله حیدري او اړوندو همکارانو په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ښاغلي ضیاالحق امرخیل سره وکتل.

په پیل کې ښاغلي حمدالله ارباب دې لیدني ته د زمینې برابرولو مننې تر څنګ اطلاعاتو ته د لاسرسي حق ګټو او په دولتي ادارو کې د روڼتیا او ځواب ورکولو دود پیاوړي کولو باندې بحث وکړاو اطلاعاتو ته د لاسرسی یې د وګړو له بنسټیزو حقونو څخه وباله. سربېره پر دې هغه اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سېستم او په دې برخه کې وګړو او دولتي ادارې ته اسانتیاوو په اړه هم خبرې وکړې او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په اړه په ادارو کې پوهاوي باندې هم ټینګار وکړ.

په پای کې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ښاغلي ضیاالحق امرخیل اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کوښښونه وستایل، په راتلوونکي یوه میاشت  کې د پارلماني چارو کې د دولت وزارت له وېب پاڼې او اطلاعاتي بانک جوړولو هم ډاډ ورکړ. همدارنګه هغه زیاته کړه چې هېڅ  اطلاعات باید په ادارو کې پټ نه شي او اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون سره یې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق پلي کولو د پارلماني چارو وزارت له همکاریوو یې هم ډاډ ورکړ.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS