د قدرت په کنترول کې اطلاعاتو ته د لاسرسي رول
مشهوره مقوله ده چې اطلاعاتو ته لاسرسی خپله قدرت دی او مطلق قدرت استبداد دی. د بشریت په تاریخ کې بریا د هغه چا و چې اطلاعاتو ته یې لاسرسی درلوده. دولتونه هغه وخت د استبدار لوري ته ځي چې اطلاعات یواځې خپل ځان پورې منحصر کړي او له وګړو سره یې شریک نه کړي او د خپلو کړنو په اړه ځواب ویونکي نه وي.
د اطلاعاتو په وړاندې کولو کې محدودیت او د وګړو اطلاعاتو ته نه لاسرسی د وګړو توان په سیاسي پرېکړو کې کمزوری کوي او همداشان د حکومت او ملت تر منځ د واټن لامل کېږي چې د وګړو رول په ښې حکومتوالۍ کې کمرنګی کوي.
د وګړو لاسرسی اطلاعاتو ته د حکومتی کړنو، کارونو او اجراتو باندې عمومي څارنې ته زمینه مساعدوي او په حکومتوالۍ کې د وګړو رول زیاتوالی او ملت ته د حکومت ځواب ويلو زمینه مساعدوي. کله چې قدرت د ملت او حکومت تر منځ وویشل شي، د حکومت د استبداد مخه نیول کېږي چې د ملت او حکومت تر منځ د همکاریو سطحه لوړېږي او د ښې حکومتوالۍ زمینه مساعدېږي.