د قدرت په کنترول کې اطلاعاتو ته د لاسرسي رول

Anonymous (not verified)
Tue, May 05 2020 8:22 AM
aic

مشهوره مقوله ده چې اطلاعاتو ته لاسرسی خپله قدرت دی او مطلق قدرت استبداد دی. د بشریت په تاریخ کې بریا د هغه چا و چې اطلاعاتو ته یې لاسرسی درلوده. دولتونه هغه وخت د استبدار لوري ته ځي چې اطلاعات یواځې خپل ځان پورې منحصر کړي او له وګړو سره یې شریک نه کړي او د خپلو کړنو په اړه ځواب ویونکي نه وي.

د اطلاعاتو په وړاندې کولو کې محدودیت او د وګړو اطلاعاتو ته نه لاسرسی د وګړو توان په سیاسي پرېکړو کې کمزوری کوي او همداشان د حکومت او ملت تر منځ د واټن لامل کېږي چې د وګړو رول په ښې حکومتوالۍ کې کمرنګی کوي.

د وګړو لاسرسی اطلاعاتو ته د حکومتی کړنو، کارونو او اجراتو باندې عمومي څارنې ته زمینه مساعدوي او په حکومتوالۍ کې د وګړو رول زیاتوالی او ملت ته د حکومت ځواب ويلو زمینه مساعدوي. کله چې قدرت د ملت او حکومت تر منځ وویشل شي، د حکومت د استبداد مخه نیول کېږي چې د ملت او حکومت تر منځ د همکاریو سطحه لوړېږي او  د ښې حکومتوالۍ زمینه مساعدېږي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS