د حکومت ځواب ویلو په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي رول
په دولتي ادارو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د حکومت ځواب ورکولو پیلامه ده. ځواب ورکو معمولا په دوه ډوله صورت مومي. لومړی، فعال ځواب ورکول: فعال ځواب ورکول یعنې دا چې ټول حکومتي کارکونکي د خپلو کړنو راپور له وړاندې هېوادوالو سره شریک کړي. خپلې موخې، ماموریت، سیاست، پروګرامونه او اقدامات وګړو ته څرګند کړي. د پرمختګونو کمیت او کیفیت، خنډونو او ستونزو په اړه خپلې کړنې خلکو ته تشریح او بیان کړي. دویم انفعالي ځواب ورکول: په دې مانا چې وګړي د حقوقي مکانیزمونو له لارې(اطلاعات غوښتل) له ټولو حکومتي بنسټونو څخه اطلاعات وغواړي. د بودجې لګښت، پرمختیایي پروګرامونو د پلي کېدو، د ټولنیزو او فرهنګي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د حکومت د اقداماتو روڼتیا او په ټوله کې د ملي سرچینو او امکاناتو څخه د استفادې څرنګوالي په اړه هېوادوال ډاډ تر لاسه کړي. په اوسنۍ ټولنه کې د انفعالي ځواب ورکولو اهمیت تر فعال ځواب ورکولو څخه ډېر زیات دی. ځکه حکومتي بنسټونه تل د لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه خبرې کوي چې د هغوی په تعریف او د کړنو توجیه کې دي، نه هغه کمۍ او نیمګړتیاوې چې په اداره کې موجودې دي. یوازېنۍ موثره لار چې کولای شي د انفعالي ځواب ورکولو او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو مفهوم په بشپړ ډول په ټولنه کې پیاوړی کړي، له حکومتي بنسټونو څخه د حکمي او حقیقي کسانو لخوا د اطلاعات غوښتل دي. له دې کړنې څخه په ګټنې کولای شو په حکومتي بنسټونو کې پټ اسرار، غلتۍ، خطاګانې او نیمګړتیاوې ښکاره کړو او په حکومتي بنسټونو باندې د ټولنیز څار زمینه برابره کړو. ځکه نو په ښې او ځواب ورکونکې حکومتوالۍ کې، اطلاعاتو ته لاسرسی نه بېلېدونکی عنصر ګڼل کېږي او د ولسواکي نظامونو له بنسټیزو موخو سره تړلی دی. که چېرته د حکومت کړنې او پرېکړي د وګړو له څار څخه پټې کړای شي، د حکومتي کړنو په برخه کې ښه قضاوت او ټولنیز څار له ستونزو سره مخ کېږي او د درې ګونو عناصرو(وګړو، رسنیو او حکومتي بنسټونو) تر منځ د ښې حکومتوالۍ په برخه کې ستونزې را پیدا کوي.