اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړو د فساد پر وړاندې د افغانانو همغږۍ موسسې مسوولینو سره لیدنه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۱ - ۸:۳۵
کمیسیون دسترسی به اطلاعاات

د فساد پر وړاندې د افغانانو همغږۍ موسسه، یو له هغو ټولنیزو او غیر دولتي بنسټو څخه دی چې د فساد پر وړاندې مبارزې برخه کې په خپله خوښه او بشر خوښونکې توګه د ټولنې اړمنو کسانو ته بې له قومي، نژادي، ژبني او سمتي اړیکو په پام کې نیولو کار کوي.

دا بنسټ کوښښ کوي چې په کابل، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونه تر سره کړي، د یاد بنسټ مسوولینو په دې لیدنه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړو ته دخپلو کاري پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او همدارنګه یې د عامه پوهاي پروګرامونو په پلي کولو کې له کمېسیون څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

کېدای شي اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له نوموړي بنسټ سره د عامه پوهاوي په برخه کې هوکړه لیک لاسلیک کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS