د افغانستان د مدني ټولنې د اونۍ په ملي غونډه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د رئیس ښاغلي عین الدین بهادري ګډون

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۹/۵ - ۱۴:۵۶
aic

نېټه: د لړم ۹مه، ۱۳۹۸
د افغانستان د مدني ټولنې د اونۍ ملي ناسته د مدني ټولنې د انسټیټیوټ لخوا د لړم د میاشتې له ۸ مې تر۱۰ مې نېټې په هرات ولایت کې جوړه شوه چې پکې د ۳۴ ولایتونو د مدني ټولنې غړو برخه واخیسته.
په دې ناسته کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون رئیس ښاغلي عین الدین بهادري د اداري جوړښت، تشکیل او بنسټ جوړونې، د ټولو دولتي ادارو د اطلاع رسونې د مسؤلینو د څارنې سیستم د رامنځته کولو، د دولتي ادارو لخوا د وېبپاڼو له لارې په کال کې یو ځل مخکې له مخکې د اطلاعاتو د خپرولو په تړاو اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د ۱۵ مې مادې د پلي کېدو اړوند د دوو څارنیزو او څېړنیزو راپورونو د خپرولو په برخه کې د کمیسیون د لویو لاسته راوړنو په هکله خبرې وکړې او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق د خوتدیتوب اړوند د کمیسیون لومړیتوبونه یې د بنسټیز بشري حق په یادولو سره په دې هکله ګډونوالو ته مفصل معلومات وړاندې کړل. ښاغلي بهادري وویل؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د قانون موخو ته په کتو په هېواد کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کلتور پیاوړتیا او دودونه د کمیسیون مسؤلیت بولي او اطلاعاتو ته د خلکو لاسرسی د ډیموکراټېکې ټولنې او یو ريښتیني ولسواک نظام او په رامنځته کولو کې اساسي لامل ګڼي.
د غونډې په پای کې ښاغلو عین الدین بهادري، سید اکرام افضلي، وحیدالله ځاځی، او عزیز رفیعي په مدني چاپېریال کې اطلاعاتو ته لاسرسی یو اړین کار وباله او په دې هکله د ټولو مدني بنسټونو ترمنځ د نژدې همکارۍ او همغږۍ غوښتونکي شوو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS