په هېواد کې د پانګونې، خصوصي او پرمختیایي پروژو د پلي کولو لپاره اطلاعاتو ته لاسرسی يو اړین اصل دی. نو له همدې امله اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسون، د خصوصي سکتور د پیاوړتیا په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي رول، ترعنوان لاندې کنفرانس جوړ کړ.
نېټه: د ۱۳۹۸ کال د مرغومي ۶
دا نندارتون او کنفرانس چې د درې ورځو لپاره جوړ شوی وه، دولتي ادارو، بنسټونو او خصوصي شرکتونو پکې ګډون کړی وه.
په دې کنفرانس کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسون غړي ښاغلي حمدالله ارباب، د افغانستان د ژورنالیستانو د مصونیت کمېټې مرستېال صدیق الله توحیدي او د کابل پوهنتون استاد ښاغلي نجیب الله ذکي ګډون کړی وه.
ښاغلي حمدالله ارباب، د خصوصي سکتور او پانګونې د پیاوړتیا په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسون په رول باندې خبرې وکړې.ښاغلی ارباب، په وخت او دقیق اطلاع رسونه د ښې حکومتولۍ نښه وګڼله او زیاته یې کړه: خلکو ته د اطلاعاتو ورکول د حکومت دنده ده او د ښې حکومتدارۍ مانا او مفهوم دا دی چې وګړو ته خدمتونه او د هغو اطلاعات خلکو ته وړاندې کړي. ځکه چې حکومت وګړو ته د خدمت لپاره دی او باید په دې برخه کې ځواب ورکوونکی وي.
ورپسې ښاغلي صدیق الله توحیدي، د خصوصي سکتور په باره کې د رسنیو له کړنو د اطلاع رسونې په برخه کې وویل: رسنۍ د خصوصي سکتور یوه برخه ده او د رسنیو همکاري له اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسون سره ګټوره ده. ښاغلي توحیدي د خصوصي سکتوراو هېوادوالو اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسون سره په همکارۍ ټینګار وکړ. همدارنګه توحیدي زیاته کړه، موږ اوس اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې یو فعال او کارکوونکی کمیسون لرو چې د خصوصي سکتور په مختلفو برخو کې د پرمختګ لامل کېدای شي.
په پای کې نجیب الله ذکي، اطلاعاتو ته لاسرسی د هېوادوالو اساسي حق وګاڼه او زیاته یې کړه: اطلاعاتو د لاسرسي له حق نه هغه وخت ګټه اخیستلای شو کله چې اطلاعاتو د لاسرسي قانون مطالعه کړو. نو له همدې امله یې اطلاعاتو د لاسرسي کمیسون نه، د اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د پوهاوي پروګرامونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.