په اکاډمیکو بنسټونو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په اړه د پوهاوي پروګرامونه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۷ - ۱۳:۴۴
aic

په ولسواکه نظامونو کې اطلاعاتو لاسرسی د یو وګړنیز حق په توګه د ځانګړي اهمیت لرونکی دی، چې د اساسي قانون په ۵۰مه ماده کې اطلاعاتو ته د لاسرسی د وګړو د اساسي حق په توګه په رسمیت پیژندل شوی دی، د یاد حق ارزښت ته په پام سره اطلاعاتو ته د لاسرسی کمیسیون ډیری د پوهاوي پروګرامونه د هیواد وګړو ته، د دوی د پوهاوي کچې لوړولو په موخه تر سره کړيدي.

اکادمیک بنسټونه اطلاعاتو ته د لاسرسي کلتور د ودې او دودولو په برخه کې ځانګړی نقش لري، په دې اساس اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د لوړو زده کړو وزارت سره په همغږۍ د یو زیات شمیر خصوصي پوهنتونونو، زده کړیالانو او استادانو ته د پوهاوي پروګرامونه دایر کړل او په پام کې لري د پوهاوي پروګرامونو دغه لړۍ نوره هم وغځوي.

کمیسیون توانیدلی تر دې مهاله په لاندینیو پوهنتونونو کې د پوهاوي پروګرامونه دایر کړي: د باختر، زاول، آشنا، رڼا، کاردان، تابش، رابعه بلخی، قلم، ازهر، دعوت، جهان، سلام، مریم، کاتب، آریانا، افغان پامیر، غرجستان، میهن او ابن خلدون پوهنتون.

په اګادمیکو بنسټونو کې د پوهاوي پروګرام ګډونوالو شمیر ۱۷۶۴ تنو ته رسیږي، چې له دې ډلې ۱۱۲۲ تنه نارینه او ۶۴۲ تنه یې ښځینه دي، همدارنګه په دې پروګرامونو کې ۲۲۲۵ جلده اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون دوی ته ویشل شوی دی.

د پوهاوي یاد پروګرامونه د کمیسیون د رئیس، غړو او د اکاډمیکو بنستونو د رئیس، ښوونکو او زده کړیالانو په ګډون دایر شوي، د هر پروګرام په سر کې د کمیسیون او اکادمیکو بنسټود مشرتابه لخوا د لنډې وینا وروسته د پرزنټیشن له لارې د قانون ټول مواد ګډونوالو ته تشریح شوي، چې اساسي محتوا یې: اطلاعاتوته د لاسرسي عملي میکانیزمونه، د اطلاعاتو ورکړې نیټه او څرنګوالی، د اطلاع رسونې د مسئوولینو دندې او مکلفیتونه، ممنوعیتونه او استثناآت، د شکایاتو ارزونې څرنګوالی، تخلفات او تأدیبي مؤیدات جوړوي.

.

د یادو پوهاوي پروګرامونو اساسي موخه اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون څخه د پوهاوۍ کچې لوړوالی په تولنه کې او اطلاعاتو ته د لاسرسي کلتور تعمیم او پیاوړتیا ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS