وګړو ته حساب ورکول د ښې دولتولي له مؤلفو څخه ده چې په ټولنه د قانون د حاکمیت او ټینګښت لامل کېږي

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۶ - ۹:۵۴
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون؛ ځواب ویل د ښې حکومتوالۍ له بنسټیزو اصولو ګڼې او ورته ژمن دی چې د دې اصولو په دې برخه کې ملت د دولت د حساب ورکولو پروسه یو مهم ګام ګڼل کېږي. پر همدې اساس ملت د دولت حساب ورکولو پروسه کې یې ګډون وکړ ترڅو د رسنیو پر وړاندې وګړو ته حساب ورکړي.

په دې پروګرام کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، مرستیالې آغلې نجیبې مرام، کمېشنرې آغلې زهرا موسوي او د دارالانشا رییس ښاغلي عصمت الله حیدري ګډون درلود.

کمیسیون دسترسی به اطلاعات

په پیل کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري د دې مطلب په څرګڼدولو چې اطلاعاتو ته لاسرسی د ډیموکراسۍ اکسجن دی، وویل:«د ټولنې په مختلفو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د اطلاعاتو نه تامینول، د شایعاتو او شکونو د زیاتوالې باعث چې په پایله کې د ټولنې د بې ثباتۍ لامل کېږي». په همدې اساس د دقیقو او مخکې له مخکې د اطلاعاتو خپرول د مدرنو دولتونو له مهمو کاري عناصرو مطرح کېږي.

ښاغلي بهادري زیاته کړه؛ اطلاعات قدرت او اوسني پرمختللي دولتونه خپل سیاسي او افتصادي اقتدار د اطلاعاتو تولید او خپرولو له لارې زیاتوي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس، د کمېسیون د مهمو لاسته راوړنو ترڅنګ، اطلاعاتو ته د لاسرسي ګټې د ملي ګټو او ملي قدرت پیاوړتیا لامل وګڼلې، نوموړي زیاته کړه؛ په ستراتېژيک ډول د خلاصې دولتولۍ پیاوړتیا، اطلاعاتو ته د لاسرسي له لارې شونې ده او ټینګار یې وکړ چې په ادارو کې دې اسناد او معلومات په مډرن ډول ډیجټل شي؛ ترڅو یو ځواب ویونکی او روڼ جوړښت ښې حکومتوالۍ ته دننه شي. نو پر همدې اساس ډیجيتل کول یواځې پاسپورټ او پېژندپاڼې پورې نه دې محدود؛ بلکه باید په ټولو څانګو لکه، تدارکات، مالي او نورو ټولو کې دې جدي کار ترسره شي. ترڅو په آسانۍ د څېړونکو، رسنیو او وګړو د لاسرسي وړ وي او همدارنګه له دې لارې کولای شو د دولت په کړنو کې خلکو ته د ګډون زمینه برابره کړو.

هغه همداشان له وړاندې د اطلاعاتو خپرولو باندې د ټینګار سربېره وویل؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون له نظره یوه ایده‌آل ټولنه هغه ټولنه ده چې په هغې کې د اطلاعات غوښتلو ته اړتیا نه وي؛ ټول اطلاعات له وړاندې خپاره او له وګړو سره شریک شوي وي.

ښاغلي بهادري، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون دندو، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون موخو او د ۱۳۹۹مالي کال په لړ کې د کمېسیون د کړنو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. هغه همدارنګه د ادارو د څارنې او ارزونې په اړه د شويو اجرااتو په تړاو له وویل: د افغانستان اسلامي جمهوري دولت مرکزي ۶۶ ادارو کې د اطلاع رسونې مرجع مسوولین معرفي او ګمارل شوي دي چې د دغو ۶۶ ادارو له ډلې ۱۳ ادارو خپل د اطلاع رسونې مسوولین رسما د تشکیل په چوکاټ کې ځای کړي دي. د اطلاعات غوښتلو په اړه یې زیاته کړه: د ټولو مرکزي ادارو لخوا د راستول شویو راپورونو په اساس؛په ۱۳۹۸ کال کې له ادارو څخه ۶۷۴ مورده اطلاعات غوښتل شوي او ثبت شوي؛ په ۱۳۹۹ مالي کال کې ۳۱۳۸ مورده اطلاعات غوښتل شوي دي. د ۱۳۹۸کال او ۱۳۹۹کال د غوښتل شویو اطلاعاتو شمېر توپېر د ۳۶۶% سلنې زیاتوالي ښکارندویي کوي. د شکایتونو د شمېر په اړه؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په ۱۳۹۸ کال کې ۳۱ شکایتونه ثبت او رسېدنه یې ورته کړې ده، په ۱۳۹۹ کال کې یې ۱۵۱شکایتونه ثبت چې له دې ډلې ۱۱۷ ته په هر اړخیز ډول رسېدنه شوې او تړل شوي چې د تېر کال په پرتله ۳۷۸%‌ زیاتوالی ښي.

ښاغلي بهادري، نظر تېرو کلونو ته د اطلاعات غوښتلو او شکایت ثبتولو په شمېرو کې زیاتوالۍ ته خوښي وښوده؛ ویې ویل: د شمېرو زیاتوالې د دې څرګندونه کوي چې د ټولنې په مختلفو برخو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرامونو له لارې د هېوادوالو د پوهاوي کچه لوړه شوې ده.

کمیسیون دسترسی به اطلاعات

په پای کې د خبریالانو پوښتنو ته؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، مرستیالې آغلې نجیبې مرام، کمېشنرې آغلې زهرا موسوي لخوا ځوابونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS