منن لیک!

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۵/۵ - ۵:۸
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق بنسټیز کولو په اړه د هېوادوالو همکاري، یو اړین او حتمي امر دی. د وګړو له مرستې څخه پرته د ولسواکي نظام جوړښت ناممکن دی. د هېواد تکړه او وتلي لیکوال، ښاغلی محمد شریف مسرور اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او په دې اړه د هېوادوالو پوهاوي کچې لوړولو په پار یوه لنډه ویډیو جوړه کړې او هغه یې په ټولنیزو رسنیو کې خپره کړې ده.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مشرتابه، د ښاغلي مسرور د نوښت هرکلی کوي او د هغه دا کړنه یې اطلاعاتو ته د لاسرسي دود بنسټیزه کولو په برخه کې مهم ګام بللی. د ښاغلي مسرور دا نیک فعالیت به د ټولو هېوادوالو د تشویق او انګیزې لامل شي، تر څو اطلاعاتو ته د لاسرسي حفق دود پلي کولو په برخه کې ونډه واخلي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي مشرتابه، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق پلي کولو په برخه کې د ټولو هېوادوالو د همکارۍ غوښتونکی دی.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لینک ته مراجعه وکړئ

https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=10218118126249707&id=1384454113&sfnsn=mo

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS