منن لیک!

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۹ - ۱۵:۲۴
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو او اطلاعاتو ته د وګړو لاسرسي په برخه کې هر ډول اسانتیاو او کړنې تر سره کول ستایي او ملاتړ یې کوي.

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت لوې څارنوالي، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو او اطلاعاتو ته د وګړو لاسرسي په موخه، د ۱۳۹۹مالي کال په تشکیل کې یې د اطلاع رسونې مرجع عمومي مدیریت رامنځته کړی دی. اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د افغانستان اسلامي جمهوریت دولت لوې څارنوالۍ دا نیک اقدام او کړنه ستایي.

د لوې څارنوالۍ د اطلاع رسونې مرجع عمومي مدیریت تشکیل په لاندې ډول دی:

۱ –د اطلاع رسونې مرجع عمومي مدیریت، (۴) بست؛

۲ –د اطلاعاتو راټولونې او تحلیل کارپوه، (۴(بست؛

۳ –د اطلاعاتو حقوقي کارپوه، (۴) بست؛

۴ –د اطلاعاتو د ارشیف مدیر، (۵) بست؛

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، له ټولو ادارو غواړي چې د لوې څارنوالۍ دغه نیک او ښه کړنه اطلاعاتو ته د لاسرسي حق دود بنسټیز کولو لپاره خپله الګو وګرځوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS