له یو شمېر ځوانانو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړي ښاغلي حمدالله ارباب لیدنه

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۲ - ۱۳:۲۱
aic

دا لیدنه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کړنو او فعالیتونو سره د بلدتیا په موخه اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړي ښاغلي حمدالله ارباب په کاري دفتر د کمېسیون د دارالانشا ریاست رییس ښاغلي عصمت الله حیدري او یو شمېر ځوانانو په شتون کې تر سره شو

په پیل کې ښاغلي حمدالله ارباب، د کمېسیون د کړنو او فعالیتونو، هیوادوالو ته د قانون پلي کولو په اړه د پوهاي، اطلاعاتو ته د لاسرسي کړنلارو او ستراتېژۍ جوړولو په اړه معلومات وړاندې کړل او اطلاعاتو ته د لاسرسي دود پیاوړي کولو په برخه کې یې د ځوانانو ژمنتیا اړینه وبلله. هغه ځوانان د ټولنې مهم عناصر وګڼل او د هغوی رول یې د قانونو په پلي کولو کې موثر وښود. همدارنګه یې یادونه وکړه چې ځوانان باید د ټولنې په سرنوشت کې خپله فعاله ونډه تر سره کړي.

په پای کې ځوانانو د کمېسیون له جوړښت څخه هیله مندې او خوشحالي وښوده او د فساد پر وړاندې مبارزې او ښې حکومتوالۍ په برخه کې یې د کمېسیون کړنې اغیزمنې وبللې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS