قضایه قوې او لوی څارنوالۍ کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کړنلارو په تړاو، د سترې محکمې استازي او د قضایه قوې اداري عمومی امریت سرپرست او د مدني ټولنې له غړو سره، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مشرتابه ګډه ناسته

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۶/۲ - ۱۳:۵۲
aic

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، غړې آغلې زهرا موسوي، د دارالانشا رییس ښاغلي عصمت الله حیدري، حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا د سترې محکمې د قضایه قوې د ادارې عمومي امریت سرپرست ښاغلی جاوید رشیدي، د سترې محکمې استازی ښاغلي جمشید رسولي او د مدني ټولنې غړو په شتون کې د لوې څارنوالۍ قضایه قوې کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کړنلارو مسودې باندې د بحث په پار جوړه شوې و.

دا غونډه اطلاعات ته د لاسرسي کړنلارو مسودې په اړه د لا زیات بحث په پار د لوې څارنوالۍ په قضایه قوې کې تر سره شوه چې مخکې د سترې محکمې د تخنیکي کمېټې استازو، د لوې څارنوالۍ عالي ادارې، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون او مدني ټولنو لخوا برابر شوې و.

سره له دې چې دا کړنلاره د افغانستان دولت د ژمنتوب په توګه په ګډو پروګرامونو کې د خلاصې حکومتوالۍ په پار، د دې دوه بنسټونو لوې څارنوالۍ او قضایه قوې د لا ډېر ځواب ویلو لپاره طرحه شوې و، په ياده مسوده کې د ځای شویو ممنوعیتونو په تړاو اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون هییت، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پر بنسټ خپلې حقوقي ملاحظات وړاندې کړل او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د محدودیتونو په تړاو یې د کمېسیون اندېښو باندې خبرې وکړې.

د محرمو او نا محرمو اطلاعاتو په اړه د توپير نشتون او د اطلاعاتو نه ډلبنډې د دې باعث شوې چې د ادارو لخوا د اطلاع رسونې لړۍ له ستونزو سره مخ شي. دا سکالو د قانون حاکمیت، د دولتي ادارو په کړنو کې روڼتیا، د دولتي بنسټونو مسوولینو نه ځواب ویل، په دولتي ادارو، په ځانګړي ډول دا دوه بنسټونو، لوی څارنوالي او ستر محمکه کې شته اطلاعاتو ته د هېوادوالو لاسرسي په برخه کې ستونزې راپیدا کوي. له همدې کبله اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون وړاندیز وکړ چې د دغې کړنلارې نوم نظر د اطلاعاتو منځپانګې ته یې چې په مسوده کې یې شته، د اطلاعاتو ډلبندي په نوم وړاندې شو.

په پای کې، هغه موضوعاتو ته په کتو چې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون او د مدني ټولنو بنسټونو لخوا وړاندې شول، دواړه بنسټونو، قضایه قوې او لوی څارنوالۍ ژمنه وکړه چې دا ملاحظات به د بلې تخنیکي غونډې په لړ کې په کړنلاره کې ځای کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS