سرحدونو، اقوامو او قبایلو چارو وزارت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرام ترسره شو

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۴ - ۱۰:۱۸
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون په هکله د پوهاوي پروګرام؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون کمېشنرې آغلې زهرا موسوي، د سرحدونو، اقوامو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محب الله صمیم، مرستیالانو، د دې وزارت رییسانو او آمرینو په شتون کې د ۱۳۹۹کال د مرغومي ۳مه، چهارشنبه په یاد وزارت کې ترسره شو.

آغلې زهرا موسوي چې په دې پروګرام کې خبرې کولې وویل:«په ښې حکومتوالۍ کې د وګړو ګډون، روڼتیا او حساب ورکولو په برخه کې کولای شو اطلاعاتو ته لاسرسی د ارزښت وړ وبولو». هغې زیاته کړه؛ روڼتیا یو هغه موضوعاتو څخه ده چې په ملي او نړیواله کچه پرې جدي بحثونه شوي دي. په داسې حال کې چې په ادارو کې د فساد موجودیت کولای شي د محرمیت دود پیاوړی کړي او د روڼتیا مخنیوی وکړي. پر همدې بنسټ اطلاعاتو ته لاسرسی یو له هغو لارو څخه ده چې کولای شي د روڼتیا تامین او اداري فساد پر وړاندې مبارزې اغېزمن تمام شي.

aic

آغلې موسوي، په ادارو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو پر ټینګار زیاته کړه؛ وګړي کولاشي یواځې اطلاعاتو ته د لاسرسي له لارې د ادارو له مثبتو کړنو څخه خبر او له بې ځایه او جعلي خبرونو څخه مخنیوی وشي او همدارنګه د ښې حکومتوالۍ د اصولو تحکیم او د وګړو فعال ګډون ته زمینه برابره شي؛ له دې سربېره اطلاعاتو ته د لاسرسي له لارې کولای شو وګړو ته د ادارو د کړنو ښه انځور وړاندې کړو. د کمېسیون دغې غړې په خپلو خبرو کې د ادارو لخوا د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو سره همکاري؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون پلي کولو له الزاماتو وباله او له نوموړي وزارت څخه د اطلاع رسونې مرجع مسوولینو سره د همکارۍ غوښتونکې شوه.

ښاغلي محب الله صمیم، په خپلو خبرو کې اطلاعاتو ته د لاسرسي ګټو او اهمیت په هکله وویل:« اوسني حالات ایجابوي چې وګړي په ادارو کې شته اطلاعاتو ته لاسرسی ولري، ځکه چې د وګړو او ټولنې لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینول ګټور دي». هغه اطلاعاتو ته لاسرسی د ادارو د مسوولینو، مسوولیت او وګړو ته د عامه خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د ښوالي لامل وبلل. ښاغلي صمیم زیاته کړه؛ د سرحدونو، اقوامو او قبایلو چارو وزارت ژمن دی چې اطلاعات پر وخت او دقیق ډول له خکلو سره شریک کړي. هغه اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامین او د اطلاع رسونې مرجع مسوول سره د همکاریو ډاډ ورکړ.

په پای کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون تخنیکي سلاکار ښاغلي ولي الله مصباح، د یو پرېزینټشن له لارې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون موخو، د ادارو مکلفیتونو، د اطلاعات ورکولو، د اطلاعات ورکولو مودې، د اطلاع رسونې مرجع مسوول دندو، د اطلاعات غوښتلو طریقې، د شکایت حق او د کمېسیون له لارې شکایتونو ته د رسېدنې او د ښه نیت څخه د وګړو ملاتړ، اطلاعاتو ته د لاسرسي انلاین سېستم په اړه هر اړخیز توضیحات ورکړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS