د کمېسيون د ډرېور مرحوم«محمد عمر» د شهادت په مناسبت اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون د غمشریکۍ پیغام

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۳ - ۱۲:۳۷
aic

په ډېري خواشينۍ سره نن سهار اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون د کمېشنر ښاغلي حمدالله ارباب ډرېور شهيد محمد عمر د يو تروريستي حملې په پايله کې په شهادت ورسېد.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون خپل د غمشریکۍ مراتب د شهيد محمد عمر له درنې کورنۍ او خپلوانو سره شريکوي، کمېسيون خپل ځان د هغوی په غم کې شريک بولي او د خدای (ج) له دربار څخه شهيد محمد عمر ته د جنت الفردوس غوښتنه کوي.

شهيد محمد عمر د ډېر کم وخت را په دېخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون ډېور ګمارل شوی و. هغه يو دروند او حوصله ناک شخص و، په ډېرې ريښتينولۍ، ايماندارۍ، انساني ارزښتونو او اصولو په رڼا کې يې خپله دنده ترسره کوله. دې داسې یو باشخصيته او درانده کس نشتون د کمېسيون لپاره يو لويه ضايع ده او تل يې ځای زموږ لپاره خالي دی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS