د کابل سکتوري ریاستونو، ولسوالانو او همکارو بنسټونو ته د پوهاوي پروګرام

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۳ - ۱۴:۴۹
aic

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د کابل ولایت مطبوعاتي دفتر په همغږۍ؛اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري او د کابل ولایت ټولنیزې مرستیالې آغلې سلیمې نیکبین په شتون کې د کابل ولایت ولسوالانو، سکتوري ریاستونو او همکارو بنسټونو ته د پوهاوي پروګرام ترسره کړ.

په دې پروګرام کې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهاري، په ښې حکومتوالۍ، د قانون پلي کېدو او حاکمیت باندې د وګړو څار او فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي اهمیت باندې خبرې وکړې. د کمېسیون رییس، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون تامین ټینګار سربېره وویل: «د دولتي مسوولینو لخوا د هېوادوالو پر وړاندې ځواب ویل، د واقعیتونو بیان او د حکومت اصلي څېره ده». نو پر همدې اساس اطلاعاتو ته د لاسرسي له لارې کولای شو په ښې حکومتوالۍ کې د وګړو ګډون تضمین کړو چې د دولت او ملت ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لامل هم کېږي.

aic

ښاغلي بهادري، د ولسوالیو په کچه اطلاعاتو ته لاسرسی د هېوادوالو له بنسټیزو حقونو وباله او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې په اړه یې د وګړو څارنه او همکاري مهمه وګڼله. نوموړي له ولسوالانو او مسوولینو وغوښتل چې د وګړو غوښتنې جدي وګڼي او هېوادوالو ته هر اړخیز او دقیق اطلاعات ورکړي ترڅو دوی له ابهام او ګونګوالي سره مخ نشي.

ورپسې اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون تخنیکي سلاکار او د عامه پوهاوي سرپرست آمر ښاغلي ولي الله مصباح، د یو پرېزېنټېشن له لارې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون؛ اطلاعاتو ته د لاسرسي اهمیت او مبنا، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون موخو، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون مبنا، د کمېسیون دندو او واکونو، د کلنیو اطلاعاتو خپرولو او د اطلاع رسونې مرجع جوړولو په هکله د ادارو مکلفیت، د اطلاع رسونې مرجع دندو، په ښه نیت او فساد پر وړانډې مبارزېپه موخه د اطلاعاتو افشا کوونکي ملاتړ او اطلاعاتو ته د لاسرسي آنلاین سېستم په هکله ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات ورکړل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS