د پروان ولایت والي سره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د رئیس ښاغلي عین الدین بهادری او ددې کمیسیون د غړي ښاغلي فضل الباري بریالي لیدنه

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۴ - ۱۵:۱۴
parwan province Aic

نېټه: یکشنبه د چنګاښ ۲ مه، ۱۳۹۸ هجري لمریز
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون رئیس ښاغلي عین الدین بهادري پرون مازیګر د پروان ولایت والي سره اطلاعاتو ته د لاسرسي د وضعیت، د اطلاع رسونې د مراجعو د رامنځته کولو، په ولایتي کچه له وړاندې د اطلاعاتو د خپراوي او همدارنګه په دغه ولایت کې د عامه پوهاوي د بهیر د څرنګوالي په اړه د پروان ولایت د ټولو اداري مسؤلینو په شتون کې وکتل.
د لیدنې په ترڅ کې د پروان والي ښاغلي فضل الدین عیار اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون رئیس او غړي ته د مننې او ښه راغلاست ویلو ترڅنګ اطلاعاتو ته د لاسرسي په تړاو له خپل اړخه د هر ډول مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه او زیاته یې کړه موږ غواړو چې د اطلاع رسونې فرهنګ دود شي او خلک د حکومت له کړنو او خدماتو خبر شي. په ولایتي کچه له وړاندې د اطلاعاتو د خپرولو اړوند نوموړي زیاته کړه چې په دې اړه باید د کمیسیون سره په همغږۍ سیمینارونه او کنفرانسونه جوړ شي او اطلاعات له خلکو سره شریک شي. هغه ژمنه وکړه چې د پروان ولایت د اطلاع رسونې مسؤل به د اطلاعاتو او فرهنګ د رئیس سره په همغږۍ معرفي کوي او هر ډول اطلاعات به د قانون سره سم له خلکو سره شریکوي. هغه همدارنګه اطلاعاتو ته د لاسرسي اړوند د ګډو هڅو او کړنو په ترسره کولو ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي موضوع به په پروان ولایت کې اطلاعاتو ته د لاسرسي له قانون سره سمه دودوي او د ولایت د اداري مسؤلیتونو څخه به یې شمېري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS