د قانون حاکمیت لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون سره د حمیدې برمکي موسسې د همکارۍ هوکړې لاسلیک

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۴ - ۱۲:۱۷
aic

دا هوکړه لیک، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون رییس ښاغلي عین الدین بهادري، غړې آغلې زهرا موسوي او د قانون حاکمیت لپاره حمیده برمکي موسسې اجرایوي رییس ښاغلي سید حمید ضیا په شتون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون په هکله د پوهاوي په برخه کې د همکارۍ په پار اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په دفتر کې لاسلیک شوه.

په هېواد کې د قانون حاکمیت لپاره د حمېدې برمکي موسسه یو له فعالو بنسټونو څخه دی. یاد بنسټ د دولتي جوړښتونو، د مدني ټولنو او بنسټونو، کورنیو او بهرنیو اکاډمیکو موسسو په همکارۍ په افغانستان کې د قانوني ارزښتونو پلي کولو لپاره ارزښتناک پروګرامونه ترسره کړي. پر همدې بنسټ اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود پیاوړي کولو او د دې حق په اړه د وګړو د پوهاوي کچې لوړولو په پار اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون او د حمیدي برمکي موسسې ترمنځ په ادارو کې شته اطلاعاتو ته د قانون په رڼا کې اسانه لاسرسي لپاره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۱:۱۵
Background image

اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون کې اطلاعاتو ته د لاسرسي حق او قانون پوهاوي پروګرام

دا پروګرام د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون آمرینو او کارکوونکو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون حقوقي سلاکار ښاغلي محمد حسن پویا، د عامه پوهاوي کارپوه ښاغلي جعفر ایشاني په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس

اطلاعاتو ته د لاسرسي حق اهمیت او دې حق ښوونه کې د تحصیلي بنسټونو د اغېز کنفرانس، د باختر پوهنتون لخوا اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون په همکارۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي دود عامولو او پیاوړتیا. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۱۳:۲۹
Background image

اطلاعاتو ته د لاسرسي او اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيونو تر منځ د آند غوښتلو او مشورتي ناسته

دا ناسته اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رييس ښاغلي عين الدين بهادري، سلاکارانو، آمرينو او د اداري فساد پر وړاندې مبارزې کمېسيون کمېشنر ښاغلي سيد محمد هاشمي او ورسره پلاوي په شتون کې. . .

BACK TO NEWS