د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي رول
له رسمي موقف څخه خپلو شخصي موخو او ګټو ته ځان رسول د فساد په مانا دي. له اداري موقعیت څخه سوء استفاده، د خپلو شخصي ګټو لپاره د قوانینو او مقرراتو څخه سرغړونه، د حقیقتونو پټول... کولای شو د فساد د بېلګو په توګه یاد کړو.
په ادارو کې شته اطلاعاتو ته د وګړو لاسرسی سر بېره پر دې چې په مهمو پرېکړو کې د وګړو ګډون او په ټولنیزو چارو کې ټولنیز څار ته زمینه برابر وي، همداشان کولای شي د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې د مهمې وسیلې په توګه ورڅخه استفاده وشي.په ټوله کې اطلاعاتو ته لاسرسی په لوړه کچه کې دا دی چې د فساد کمښت، د فساد پېژندل او د اداري نظام ملاتړ لپاره اطلاعاتو ته لاسرسی له مهمو او کلیدي لارو څخه دي.
بودجه جوړونه، د انکشافي اوعمراني طرحو پلي کول، د ټولنیزو او فرهنګي خدمتونو تامیول، برنامه ریزي، د بودجې د لګښت څرنګوالی، د کورني او بهرني قراردادونه د دولتي بنسټونو له دندو او مکلفیتونو څخه دي. کله چې وګړي په ادارو کې د اړوندو مهمو کړنو په اړه اطلاعات ولري، نو له شک پرته چې ټولې کړنې به د قانون د حکمونو او مقرراتو په رڼا کې تر سره شي او د شخصي، ګروهي سوء استفادې څخه به مخنیوی وشي. اطلاعاتو ته لاسرسی د پورته مسایلو تر څنګ دولتي ادارو ته د پوه او پیاوړ خلکو ور ننوتلو ته زمینه برابروي او د ښایسته سالاري فضا رامنځته کوي.
محرمیت هغه پروسه ده چې د قانون او مقرراتو څخه د سرغړونې، په اداره کې د وګړو او ډلو ټولې اداري ګډوډۍ پټوي او له عمومي امکاناتو څخه د شخصي ګټو لپاره استفادې ته لار هواروي. يواځېنۍ عقلاني لار چې د محرمیت له منځه وړونکې او د پرانېستې حکومتولۍ لامل کېږي، هغه په ټولنه کې اطلاعاتو ته د وګړو لاسرسی بلل کېږي.