د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې اطلاعاتو ته د لاسرسي رول

Anonymous (not verified)
Thu, Apr 16 2020 7:45 PM
aic

له رسمي موقف څخه خپلو شخصي موخو او ګټو ته ځان رسول د فساد په مانا دي. له اداري موقعیت څخه سوء استفاده، د خپلو شخصي ګټو لپاره د قوانینو او مقرراتو څخه سرغړونه، د حقیقتونو پټول... کولای شو د فساد د بېلګو په توګه یاد کړو.

په ادارو کې شته اطلاعاتو ته د وګړو لاسرسی سر بېره پر دې چې په مهمو پرېکړو کې د وګړو ګډون او په ټولنیزو چارو کې ټولنیز څار ته زمینه برابر وي، همداشان کولای شي د فساد پر وړاندې مبارزې په برخه کې د مهمې وسیلې په توګه ورڅخه استفاده وشي.په ټوله کې اطلاعاتو ته لاسرسی په لوړه کچه کې دا دی چې د فساد کمښت، د فساد پېژندل او د اداري نظام ملاتړ لپاره اطلاعاتو ته لاسرسی له مهمو او کلیدي لارو څخه دي.

بودجه جوړونه، د انکشافي اوعمراني طرحو پلي کول، د ټولنیزو او فرهنګي خدمتونو تامیول، برنامه ریزي، د بودجې د لګښت څرنګوالی، د کورني او بهرني قراردادونه د دولتي بنسټونو له دندو او مکلفیتونو څخه دي. کله چې وګړي په ادارو کې د اړوندو مهمو کړنو په  اړه اطلاعات ولري، نو له شک پرته چې ټولې کړنې به د قانون د حکمونو او مقرراتو په رڼا کې تر سره شي او د شخصي، ګروهي سوء استفادې څخه به مخنیوی وشي.  اطلاعاتو ته لاسرسی د پورته مسایلو تر څنګ دولتي ادارو ته د پوه او پیاوړ خلکو ور ننوتلو ته زمینه برابروي او د ښایسته سالاري فضا رامنځته کوي.

محرمیت هغه پروسه ده چې د قانون او مقرراتو څخه د سرغړونې، په اداره کې د وګړو او ډلو ټولې اداري ګډوډۍ پټوي او له عمومي امکاناتو څخه د شخصي ګټو لپاره استفادې ته لار هواروي. يواځېنۍ عقلاني لار چې د محرمیت له منځه وړونکې او د پرانېستې حکومتولۍ لامل کېږي، هغه په ټولنه کې اطلاعاتو ته د وګړو لاسرسی بلل کېږي.

Latest news

Wed, Nov 25 2020 12:45 PM
Background image

Position Paper for Geneva Conference (2020)

Afghanistan is the country which – despite decades of war – is still suffering from domestic violence and international terrorism, corruption, influence of extremists groups and poverty. . .

Mon, Sep 14 2020 8:28 AM
Background image

دیدار هیأت رهبری کمیسیون دسترسی به اطلاعات با والی ولایت هرات

محترمه نجیبه مرام معاون و محترمه زهرا موسوی عضو کمیسیون دسترسی به اطلاعات با محترم سید عبدالوحید زاهد قتالی والی ولایت هرات، در مورد همکاری های مشترک در زمینه تأمین حق دسترسی به اطلاعات. . .

BACK TO NEWS